Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د خوراکي توکو لوړو بیو کنټرولولو غوښتنه کوي 

کابل ښاریان د خوراکي توکو لوړو بیو کنټرولولو غوښتنه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/04

د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له ټيټېدو سره سم، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې.

 د توکو لوړې بیې سبب شوې چې له بېکارۍ او بېوزلۍ سره لاس په ګرېوان خلک نور هم د توکو د اخيستلو توان له لاسه ورکړي.

خو اوس چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت بېر يوڅه ښه شوی، د توکو بيې لا هم په لوړ حد کې دي او بېرته نه دي راښکته شوې.

کابل اوسېدونکي وايي، له دې کبله ډېر اندېښمن دي.

دوی زیاتوي، د کار نه شتوالي له امله سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې حد اقل د خوراکي توکو بيې خو راټيټې کړي.

د کابل اوسېدونکی سید رحمان وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې روژه را روانه ده او خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي او د توکو په بیو کې ارزاني راولي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی میرزا وايي: « موږ له ا سلامي امارت غواړو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، که بیې تر نیمايي هم راښکته شي، د اخیستلو وس یې نه لرو. دولت مکلف دی او اړتیا ده چې خلکو ته کار پیدا کړي، مګر د دې پر  ځای چې خلکو ته کار پيدا کړي، اکثریت ځایونو کې یې کارونه بند کړي دي.»

د کابل اوسېدونکی بصیر وايي: « اوس مهال کاروبار هېڅ نه شته، دا کراچۍ راوباسم او ټوله ورځ کې ۷۰ تر ۸۰ افغانیو کار کوم. نرخونه له حده زیات پورته شوي او موږ د توکو د اخیستلو وس نه لرو.»

دوکانداران وايي، د ډالر لوړ ارزښت په صورت کې د توکو له اخيستلو سره دوی هم اړ دي چې بيې لوړې کړي. خو سره له دې چې دوی توکي پر لوړه بيه اخيستي،خو بیا یې هم بيې د ښاروالۍ له نرخ ‌نامې سره سمې ټاکلې دي.

د کابل ښار یو تن دوکاندار نجیب وايي: « موږ دولت ته وایو چې دلته نرخ نه کنټرولېږي، بلکې باید له شهزاده سرای کنټرول شي او اجازه ورنه کړي چې ډالر جګ شي. کله چې ډالر جګ شي، دوکاندار مجبور دي چې د توکو نرخ ورسره جګ کړي. دلته اکثریت جنس بهرنی او په ډالرو اخیستل شوي دي، نو که ډالر پورته ځي نرخونه هم پورته ځي او که ټیټ راځي، نرخونه هم ښکته کېږي.»

د کابل ښار دوکاندار ناطق وايي: « زموږ نرخونه له ډالرو سره ښکته او پورته ځي. اوس وضعیت دې ته رسېدلی چې په تاوان شی خرڅوو، خو بیا هم نه خرڅېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دې کبله چې خوراکي توکي له بهره واردېږي، د ډالرو ارزښت په لوړېدو او ټيټېدو سره يې په بيو کې بدلون حتمي ګڼي.

 د دې خونې چارواکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ډالر ارزښت ترڅنګ په بازار کې د لومړنيو توکو بيې هم وڅاري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال‌ یونس مومند وايي: « یو شمېر خلک، د مثال په توګه اوړه په زر افغانیو اخلي او باید ۱۱ سوه ترې جوړې کړي. کله چې افغانۍ خرابه شي دا سړی د اوړو نرخ پورته کوي، مګر ولې یې باید پورته کړي؟ کله چې افغانۍ ښه وه او دا جنس په ارزانه رانیول شوی، نو ولې یې ارزانه نه ورکوي؟ دې ته باید د سوداګرۍ خونه، د پېشه ورانو خونه او کابل ښاروالي پاملرنه وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي خان جان الکوزی وايي: « د کوچنیو دوکاندارانو د نرخونو مسوولیت د ښاروالۍ پر غاړه دی، خو موږ ورسره همکار یو. هڅه کېږي چې په ټولو بازارونو کې د نرخو له لوړېدو مخه ونیول شي.»

په ورته مهال د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په ښار کې يې هغو ټولو دوکاندارانو ته نرخ پانې وېشلې دي چې خوراکي توکي پلوري.

د دوی په خبره، هېڅ دوکاندار ته د احتکار کولو اجازه نه ورکوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت یو له مهمو فکټورونو دی. تاسو پوهېږئ چې په تېرو څو ورځو کې پنځه تر شپږو افغانیو ډالر پورته لاړ او دا پر هغو ټولو خوراکي توکو اغېز لري چې هېواد ته وارديږي. کابل ښاروالۍ بیا هم خپله هڅه کوي چې هېڅوک له هېڅ امله ګران فروشي ونه کړي او هغه نرخ اجراء کړي چې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوی. کابل ښاروالۍ د ښار په ۲۲ ناحیو کې له بازارونو څارنه کوي.»

د افغانستان په بازارونو کې اوس دا خبره معمول ګرځېدلې چې کله هم د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو ارزښت لوړ شي، په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې هم لوړېږي.

 خلک شکايت کوي چې برعکس د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت له لوړېدو سره د توکو بيې هېڅ نه راټيټېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist