Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: د بیو کنټرول برخه کې تر اوسه اقدام نه دی شوی

admin by admin
2021/10/13

د کابل  ښاريان وايي، سره له دې چې بې روزګاري زیاته شوي، خو په خبره یې د بیو نه کنټرول او بيو لوړوالي ورته  ستونزي پيدا کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «ستونزه دا ده،چې سخته قيمتي ده، مخکې دولت کې ښه وه، ډېره ارزاني وه. يوه بورۍ اوړه به په ۱۵۰۰ افغانۍ وو. قېمته به يې په ۱۶۰۰ افغانۍ بورۍ وه، خو اوس ۲۳۰۰ او يا ۲۳۵۰ افغانۍ یوه بورۍ اوړه دي، چې د چا وس ورته نه رسيږي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: «نه پوهېږم، خو تجاران وروڼه هم زیاتی کوي. اسلامي امارت بايد دې برخې ته پام وکړي، ځکه کار نه شته دی. کله چې  ته په اوه يا شپږ او يا هم پنځه زره افغانۍ کار وکړې، هغې کې بیا اوړه اخلې، غوړي اخلې، که بوره اخلې. ګازو ډېر مشکلات جوړ کړي دي. ګاز اوس کیلو په ۹۰ افغانۍ ده.»

سوداګر او  د خوراکي توکو د لویو ګودامونو مالکین بیا وايي، په لویو لارو کې د ګمرکي محصول لوړېدل، هم د توکو د بيو لوړېدو لامل شوي دي.

هټۍ وال وايي: «مخکې به د زرنج  ولا راته بورئ راوړلې. بيخي به راتللم هم نه، زنګ به مې چې ورته وکړ، راته راوړل به یې. کاروبار هم ښه و، چا څه نه ویل، خو اوس قيمتي زیاته شوې ده، چې مخکې به هغه چا چې بورۍ اخيسته اوس تولکي ته راغلي دي.»

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند بیا د نرخونو د لوړېدو ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې ژر به د سوداګرو پر مخ شته ستونزې حل کړي، تر څو د توکو په بيو کې ټيټوالی راشي.

مومند زیاتوي: «موږ هڅه وکړه د افغانستان خلک او سلامي امارت د افغانۍ په ثبات کې څنګه کوشش کولای شو. زه فکر کوم کوم خاص د نرخونو برخه کې تغیر راځي. زموږ ارتباط څومره له نورې دنیا سره غږيدلی شی، د بانکونو سيستم عادي ميتود ته راګرځېدل کولای شي د نرخونو هم .»

وروسته له هغې چې طالبانو تېر حکومت سقوط کړ، ور سره امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نهه  اشاریه شپږ میلیارده پانګه کنګل کړه، چې په دې پیسو کې یوه برخه یې د افغان سوداګرو هم ده.

باور دا دی، تر هغې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه شي او د طالبانو پر مشرۍ حکومت پر رسمیت ونه پيژندل شي، ستونزمنه د ،چې وضعیت کې ښه والی راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist