Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کابل ښاریان د امریکا ولسمشر جوبایډن وروستۍ پرېکړې غوسه کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/16

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا پریکړه،چې له افغان شتمنۍ دې درې اشاریه پنځه میلیارده  ډالر د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکړل شي، په تړاو یې غبرګونه په ډېرېدو دي.

کابل ښاریان  د بايډن دغې پرېکړې غوسه کړي او په خبره يې امریکا باید د تېرې شل کلنې جګړې تاوان ورکړي، خو برعکس دوی له افغانستانه تاوان غواړي

دوی وايي، د  سپټمبر يوولسمې په پېښه کې نه افغانانو او نه یې هم د وخت حاکم نظام لاس درلود

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« دا هېواد يې تباه کړی دی، خلک یې بمبار کړي دي، د دغه وژل شويو خلکو له پاره دې حق ورکړي، اسامه خو عربي ملکونو کې اوسيده، هغه خلک پوهیږي او اسامه يې ووژلو ، ختم شو،مګر اوس د دې ملت شتمني خوري، دا خو ظلم دی، دا بيا ځان د بشر حقونو مدافعین يادوي، دا څنګه بشر حقوق دي.؟»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« امریکا دې يو ثبوت وړاندې کړي،چې دې کې د افغانانو لاس وه، ثبوت دې نړۍ ته وښيي،چې دې پېښه کې د افغانانو لاس و، بيا دې دا پيسې کنګل کړي، وروره شکل کاله دوی افغانان

وځورول، اخر بېرته بيا همدوی د افغانانو پيسې غلا کوي.»

يو شمېر نور بیا وايي، کنګل شوې پيسې د حکومتونو نه بلکې، د عامو افغانانو دي او په کار ده،چې ژر دغه پانګه ازاده شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« دا نه منونکې خبره ده، تقريباً ۱۰۰ سلنه نه منونکې ده، ځکه دا پیسې د يوه شخص يا د يوه ملک نه دي، د همدې افغانانو دي، د همدې خوار او غریب ولس،چې نن له موادو پسې يو

خوا بل خوا منډې وهي. دا د همدوی خوارانو پیسې دي.»

ډېر يې بيا پر نړیوالو او په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ کوي، تر څو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه اقدام وکړي او امریکا اړه کړي،چې بندې پيسې ژر ازادې کړي.

کابل ښار اوسېدونکی وايي:« بله خبره دا ده،چې دا پيسې د طالبانو شخصي پیسې نه دي، نه د ملا براد دي، نه د اشرف غني او نه هم د کرزي دي. دا د همدې بې چاره معیوبو افغانانو پيسې دي‎. زه له ټولې اسلامي

نړۍغواړم،چې پر دوی باندې فشار واچوي، چې ولې دوی دا ظلم کوي.»

امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي،خو تازه د امریکا ولسمشر دا پریکړه،چې له افغان شتمنۍ دې درې اشاریه پنځه میلیارده  ډالر د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکړل شي، د ډېرو په اند  هغه پریکړه

ده،چې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist