Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي

کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

د کابل ښاروالۍ له لوري په تېرو پنځو کلونو کې د سړکونو ، پلونو، څلورلارو او نورو بنسټیزو او پراختیايي پروژو  له پلي کېدو سره، د پلازمینې بڼه تر ډېره بدله شوې ده.

کابل ښاریان وايي، د دې ډول پروژو له تطبیق سره نه یوازې ګڼه ګوڼه کمه شوې بلکې ټرافیکي پېښې او ښاري بې نظمي هم ورسره کم شوي دي.

دوی له اسلامی امارت او په ځانګړي ډول له کابل ښاروالۍ غواړي چې د بنسټیزو پروژو پیل کړې پروسه روانه وساتي، ترڅو کابل ښار په ټولو برخو کې د معیاري بنسټونو څښتن شي.

د کابل ښار اوسېدونکی تاج محمد وايي: « موږ وینو چې له تېرو څو کالو راهیسې ډېر کار روان دی، په ځانګړې توګه د سړکونو، لارو او پلونو جوړولو په برخه کې.»

د کابل ښار اوسېدونکی عمران وايي: « دا ډول پروژې د خلکو د سهولت او موټرو د تګ راتګ لپاره ډېرې ښې دي او له امله یې ګڼه ګوڼه کمېږي.»

د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي بیا په تېر کې د بنسټیزو پروژو د نه عملي کېدو ستر لاملونه کورنۍ جګړې ، پراخ اداري فساد او په حکومتي سیسټمونو کې د وېشلو واکونو پایلې بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی شکور وايي: « موږ د ښاروالۍ له کارونو ډېر خوښ یو او که خدای کول ډېرې اسانتیاوې به راشي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عارف وايي: « دا چې کار نه کېده، علت دا و چې په وطن کې نا امني وه او نا مناسب خلک واکمن وو.»

په ورته مهال، د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، په روان لمریز کال کې ۲۳۳ پراختیايي پروژو ته ۹ میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي. د مسوولانو په خبره، په دې پروژو کې ۲۰۰ هغه تر اوسه عملي شوې او د پاتې نورو د ډيزان چارې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: « کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره ۹.۱ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجه ځانګړې کړې او په وسیله یې ۲۳۳ پروژې مخکې وړي. دا مهال کابل ښار کې ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي او پاتې نورې پروژې هم یا د ډیزاین او یاهم د تدارکاتو په پړاو کې دي. په دې پروژو کې ۱۶۶ پروژې د سړک جوړولو دي او ۷ پروژې هم د هوايي پلونو جوړولو دي.»               

د یادونې وړه ده چې د کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د نیالګیو کېنولو، کثافاتو راټولولو او هوايي پلونو او پلچکونو د رغونې ترڅنګ، په پلازمېنه کې۸۰۰ کیلومټره نوي سړکونه هم رغولي چې یوازې په تېر کال کې یې۱۰۰ کیلومټره سړک رغولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو
افغانستان

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم
افغانستان

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه
افغانستان

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه
افغانستان

ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

اگست 31, 2026
خیبرپښتونخوا او بلوچستان د جبري ورکېدنې مخکښ ایالتونه؛ خلک د حکومت له وېرې د ورکېدنو قضیې نه ثبتوي
افغانستان

خیبرپښتونخوا او بلوچستان د جبري ورکېدنې مخکښ ایالتونه؛ خلک د حکومت له وېرې د ورکېدنو قضیې نه ثبتوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist