Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د چاڼیزو عملیاتو پر مهال یو کس د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/10

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د چانیزو عملیاتو پر مهال د ۱۶ حوزې اړوند سیمه کې  یو کس د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی او  په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.

اخوا د پوځي چارو یو شمېر شنونکي که څه هم دغه عملیات بریالي او ګټور بولي،خو اندېښنه لري، چې یو شمیر کسان به له دې مخکې وسلې او مهمات بل ځای ته انتقال کړي.

د پوځي چارو شنونکی فرهاد اکبري وايي:« پوځي عملیات یو ګټور ګام دی،چې دوی( اسلامي امارت) په کابل کې طرحه کړل. د کابل په هغو سیمو کې چې دوی د پلټنې عملیات کول، خلکو   که وسلې او نور توکي پټ کول پټ یې کړل،خو که یې پټ کوی نشوی،موږ شاهد یو، چې یو څو سیمو کې امنیتي ځواکونو بوجیو کې وسلې پیدا کړې. خلک ډېر په وېره کې ول.  دې عملیاتو ډېر ښه مثبت تاثیر درلود.» 

کور په کور د پلټنې عملیات د کابل ښار اوسېدونکو له هرکلي سره مخ دي.

یو شمیر شنونکي د  چانیزو عملیاتو پایلو ته هېله‌من دي او په باور یې د جرایمو مخنیوي کې ګټور تمامېږي.

پخوانی پوځي جنرال سید کمال سادات وايي:«هغه سیمې چې د اندېښنې وړ او مشکوکې دي، هغه دې تلاشي شي. دا چاره د پلازمېنې په امنیت ساتنې، ټیکاو او همدارنګه د جرمونو د ګراف په ټیټولو کې مثبت رول لوبوي.» 

شنونکی شعورنیازی وايي:«په ټولیز ډول دا عملیات اړین ول. دا باید شوي وی. ان مخکینیو حکومتونو هم باید دا کړي وی، خو هغوی ښايي دا توان نه درلود او یا یې هم اراده نه لرله. په ټوله کې دې عملیاتو پایله ورکړې. یو څه ناڅه لاسته راوړنې هم لري. درې څلور کسان چې تښتول شوي ول، هغه هم په دې عملیاتو کې خلاص شول. » 

په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کي چانیز  عملیات۱۵ ورځې ته وغځیدل او تردې مهاله په دغو عملیاتو کي زرګونه میله وسلې، زغروال پوځي وسایط او لسګونه عرادې دولتي زرهې موټر نیول شوي دي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist