Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوي

admin by admin
2021/07/15

په کابل  کې د لوی اختر په را نږدې کېدو سره د څارويو منډيي کې څاروي ډېر،خو اخېستونکي یې کم دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سږ کال د څارويو بيې لوړې دي،چې له امله به يې زيات خلک د قربانۍ وس ونه لري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د څارويو بيې لوړې دي، که نور څوک نه وي نو دولت بايد ټکسونه راکم کړي ترڅو د څارويو بيې ټيټې شي.»

د کابل ښار اوسېدونکی:« بيې لوړې دي، څاروي په چا اخلې، کار نشته، څوک همداسې ګرځي، چاته کار نه پيدا کيږي نو په څه شي به څاروي واخلي.»

له يوې خوا کورونا وبا او جګړو  خلک له اقتصادي پلوه ځپلي او  له بلې خوا څاروي پلورنکي وايي، په لاره کې ترې وسله‌ وال طالبان او د ګمرکونو له خوا لوړ ټکس اخېستل کېږي،چې ورسره د څارويو بيې لوړې شوی دي.

څارویو پلورونکی:« دلته راڅخه محصول اخېستل کېږي،مېدان ښار کې رانه اخېستل کېږي،که له مزار يې راوړو نو مزار کې محصول اخلي، د طالبانو خطونه پراته دي، هغوی هم رانه محصول اخلي، بغلان کې يې محصول اخلي، موږ نور تباه شولو.»

څاروي پلورونکی:« محصول لوړی دی. خلک کاروبار نه لري،خلک شکايت کوي،چې څاروي ګران شوي،خو په اصل کې موږ ته پر لوړه بيه پرېوتي.»

څاروي پلورونکي وايي، په غټو څارويو کې د تېرو کالونو پرتله له پينځو نيولې تر لسو زرو افغانيو قيمت لوړ شوی دی،چې له کبله يې ډېری خلک د څارويو اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist