Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: ده سبز ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۵ کسان  وژل شوي.

admin by admin
2021/06/26

  د کابل ولایت  په ده سبز ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۵ کسان وژل شوي او ۵ نور نیول شوي دي.  

ځايي خلک وايي، وژل شوي ټول ملکیان دي، خو امنیتي سرچېنې وایي، دا شکمن وسله وال ول، چې په خبره یې مقاومت یې کړی.

خلکو د اعتراض په ډول هغه پنځه جسدونه د ده سبز ولسوالۍ مخې ته را وړي،چې د جمعې په شپه  د یحیا کلي کې وژل شوي دي.

دوی وایې، په عملیاتو کې یو ملک، د هغه زوی او درې نورې کلیوال یې وژل شوي او پنځه نور یې نیول شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د همدې ولسوالۍ استازي الله ګل مجاهد خبرداری ورکړ،که ورته عملیات دوام وکړي، پر ضد به یې راپورته شي.

مجاهد زیاته کړه: « زموږ او ستاسو پرېکړه دا ده،چې د شبنې او یکشبنې ورځې پورې وخت ورکوو. عمومي رئیس سره ګورم، که خبره یې ونه منله، بیا راځو،همدلته یوه جلسه نیسو او د  ده سبز ټول خلک راغواړو. له خپلې خاورې به د هر ظالم پر  وړاندې  دفاع وکړو. »

د وژل شویو کسانو کورنۍ غړي وایي، د شپې ناوخته امنیتي ځواکونو د دوی کورونو ته ورننوتل  او د دوی په مخکې یې هغوی ووژل .

دوی وایي، وژل شويو کسانو هېڅ ډلې پورې تړاو نه درلود.

د وژل شوي کسانو  یوتن  خپل وايي:«  تر ۱۲ بجو پورې یې درې واړه راوېستل. پلار او یو کوچنی زوی یې وواژه. مشر زوی یې چې ټرافیک دی، هغه یې له ځانه سره یوړ. تر اوسه پورې مالومه نه ده، چې هغه یې چېرته وړی دی. »  

هڅه مو وکړه،چې په دې تړاو د ده سبز ولسوالۍ او کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو په دې اړه یې  له خبرو کولو ډډه وکړه.

که څه هم د یادې ولسوالۍ خلک ادعا کوي،چې وژل شوي کسان بي ګناه وو،خو یوې سرچینې ویلي،عملیات د شکمنو کسانو د نیولو په موخه شوي دي.

دغې سرچینې ویلي، د عملیاتو پرمهال مقاومت شوی،چې ۵ کسان وژل شوي او ۵ نور یې نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist