Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: حضوري چمن د پېر او پلور پر خلاص مرکز بدل شوی 

admin by admin
2021/09/13

د پلازمېنې کابل په حضوري چمن کې سلګونو کسانو ځايونه نيولي،ترڅو د کارېدلو توکو د خرڅلاو هټۍ  په کې جوړې کړي.

د حضوري چمن په څنډو کې د کارېدولو توکو لنډمهالي دوکانونه جوړ شوي وو،چې اوس د حضوري چمن داخل ته لېږدول کېږي.

خلکو پر خپل سر د ځان لپاره ځايونه جر کړي او تر اوسه پرې څو ځل خلکو جنګونه هم کړي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی  وايي:« بل ځای د کار لپاره نه شته. هرچا پر خپل سر ځای نیولی دی. دلته  یو ځل سهار جنګ وشو او یو ځل پرون.»

بل پلو ورزشکاران او تفريح کونکي بیا واي،  د پام بدلولو او سپورت لپاره یې همدا یو ځای درلود،چې له دې وروسته به دا هم نه وي.

حضوري چمن که څه هم پر يو خړ ميدان بدل شوی وه،خو بيا هم ګڼو خلکو لپاره د وخت تېرۍ ځای و او هره ورځ به په کې لسګونه ځوانانو لوبې کولې.

یو تن  ورزشکار  وايي:« موږ به وړاندی دلته راتلو، د کرېکټ او نورو لوبو لپاره اوس دا ځای هم نور نه شته دی. موږ به خپل فکر دلته بدلوه.»

بلخوا د کارېدولو توکو پلورنکي وايي، مناسب ځای ورته نه شته او حکومت بايد يو داسې ځای جوړ کړي،چې هم په کې د دوی مزدوري وشي او هم نورو کسانو ته خنډ ونه ګرځي.

د کارېدلو توکو یو تن پلورونکی وايي:« بله چاره نه شته دی. ټول غریب دی. دا ځای اصلا د لوبو لپاره دی.»

د ښار په زياترو واټونو اوس د کارېدلو توکو بازارونه جوړ شوي دي، دا توکي د هغو کسانو دي،چې بهر ته تلونکي دي او يا له ډېرې بې وسۍ د خپل کور قیمتي توکي پلوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist