Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ته له پيښوره د سرطاني ناروغانو درملنې لپاره متخصصه ډله راغلې

کابل ته له پيښوره د سرطاني ناروغانو درملنې لپاره متخصصه ډله راغلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/12

په هېواد کې د زړه سرطاني ناروغي هغه ناعلاجه او ځورونکي ناروغي ده چې هرکال شاخوا ۲۰ زره کسان پرې اخته کېږي.

 سره له دې چې په کابل کې د دې ناروغۍ لپاره په دولتي او نیمه دولتي روغتونونو کې د تشخیص مجهز مرکزونه پرانېستل شوي؛ خو ډېری ناروغان اوس هم پاکستان ته مراجعه کوي.

کابل کې یوه خصوصي روغتون چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص څانګه پرانېستې مراسمو ته یې له ګاونډي هېواد پاکستانه متخصص ډاکټران راوستي دي.

د دغه روغتون مسوولین وایي، موخه یې په دې ناروغۍ اخته کسانو ته امکانات برابرول دي، چې ګاونډیو هېوادونو ته له درملنې راوګرځي.

د روغتون اجرائیوي رئیس عبدالله یوسفزی وايي: « خپله دغه د سرطان ناروغۍ یا د وینې سرطان لپاره د درملنې هڅه کوي او د دردمندو هېوادوالو درد موږ ته دا اغېزه راکړه چې موږ د دې هېواد د کړېدلي ولس دردونو ته درمان شو.»

افغان طبي متخصصین د خصوصي روغتونونو د دا ډول څانګو پرانېستل او ناروغانو لپاره په کور دننه امکانات برابرول په روغتیایي برخه کې غوره اقدام بولي او له دغو پاکستاني ډاکټرانو غواړي چې خپل تجربې او مشورې ورسره شریکې کړي.

د علي اباد روغتون د جراحي څانګې مسوول داکټرعصمت الله وايي: « موږ دغسې سټندرد خدمتونه ستایو. زه له دې ځایه د افغانستان ټولو ډاکټرانو او صحي سکټور ته وایم چې دغسې خدمتونو ته ودرېږئ او تقدیر یې کړئ، مه یې تخریبوئ، تخریب ځای نه لري، ځکه دې هېواد ته سیاسیونو کافي تخریب کړی، طبیبانو، علماوو او پوهانو ته لازمه نه ده چې په خولې یا لاس ولس وځوروي، د دوی قلم، خبرې او هڅې باید د ولس د دردونو درمان شي.»

د طبي تجهیزاتو رئیس مسعود حیدري وايي: « د ټکنالوژۍ له مخې د انکالوژي څانګه داسې یو روغتون دی چې مرحله په مرحله به جوړېږي، ځکه چې مخکې ښاغلي ډاکټر وویل چې ترټولو مهمه مسا له دا ده چې موږ دلته یو ښه انکالوژست ولرو.»

هم مهاله پاکستاني ډاکټران چې کابل ته راغلي د عامو افغانانو ستونزې خپلې ګڼي او وايي، دا یې مسوولیت دی چې د هر ناروغ درملنې او ژوند ژغورلو لپاره خپلې انساني هڅې وکړي.

له پاکستانه کابل ته د راغلیو ډاکټرانو پلاوي غړی متخصص اختر حسین ګیلاني وايي: « د دې لپاره دلته ټول سیسټم موجود دی، دا زموږ د سرطان سېسټم دی، موږ ورته راغلي یو او ان شاءالله دې برخه کې به درملنه کوو.»

په دې غونډه کې د یو شمېر روغتیایي مسوولینو له شخصي روغتونونو غوښتنې دا وې، چې د شخصي روغتونونو مسوولین دې د مسلکي کسانو په ګومارلو تمرکز وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستان او خیبرښتونخوا کابل ته د بېلابېلو روغتونونو د ډاکټرانو ډلې راځي او د ناروغانو درملنه کوي؛ خو نیوکې دا دي چې اکثریت راغلي ډاکتران په افغان ناروغانو خپلې د ستاژ دورې بشپړوي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist