Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته له ولایتونو را بې ځایه شوې کورنۍ: له سختو ستونزو سره مخ یو 

admin by admin
2021/10/21

د وروستیو جګړو له  امله  کابل ته له ولایتونو را بې ځایه شوې یو شمېر کورنۍ وايي، سختې شپې ورځې تیروي. 

دا بې ځایه شوې کورنۍ وايي،پاکو اوبو،خوړو او درملو ته لاسرسی نه لري او شکایت کوي چې تراوسه یې لاسنیوی هم نه دی شوی.

یو تن بې ځايه شوی وايي:« زموږ مشکلات همدا دي،چې درې مياشتې کېږي،چې دلته راغلي يو، څو ځلې زموږ سروې تر سره شوه، خو مرستې راسره تر سره نه شوې.»

یو بل بې ځایه شوی بیا داسې وايي:« زه دغه غوښتنه غواړم،چې درې مياشتې زما په دې کمپ کې وشوې،نه ماته وړه څوک راکوي،نه زما پوښتنه څوک کوي. دلته يو سبا مړ کيږي، بل بېګا مړ کېږي، دومره نه شي کولای،چې د يوه وخت ډوډۍ ځانته تياره کړي.»

د دوی په خبره د سرپناه نه شتون او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله د زیاتو کورنیو ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.

یو تن بې ځايه شوی وايي:« موږ غواړو،چې يو څو روپۍ مرسته تر سره شي. دا زما دوا ده، زه پرهېز يم، زه پيسې نه لرم،چې ګاز راوړم. زه له خلکو مرسته غواړم،خو هر څوک ځي او راځي.»

یو بل بې ځایه شوی وایي:«موږ ستونزه لرو،يو ماشوم چې شپږ کلن و، همدلته کمپ کې مړشو. يو بل سړی چې شپېته کلن يا اويا کلن و، د تخار په کمپ کې مړ شو. تقريباُ پنځه شپږ مړي موږ دلته لرو.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د بې ځایه شویو ستونزې مني،خو وايي، دوه میاشتو کې یې له څلور زره زیاتو کورنیو سره مرستې کړي او ډېری کډوال یې خپلو کورونو ته ستانه کړي او هڅې یې پیل کړي،چې پاتې بې ځایه شویو سره هم مرسته وکړي. 

د یاد وزارت د مطبوعاتو مشر مولوي عبدالمطلب حقاني وايي:« له دوی سره به په خپل کلي کې مرسته وشي، د هماغه مربوطه لارو څخه چې مرستې کېږي، يانې په خپل ولايت کې په خپل کلي کې يو داسې ژوند به ورته برابر شي، داسې مرستې به ورسره وشي،چې راتلوونکی ژوند يې ورسره ښه شي.»

کابل کې مېشتې دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، د وروستیو جګړو پرمهال یې کورونه ویجاړ شوي او له اوسېدو وتلي دي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خبره، افغانستان کې اوس مهال د بې ځايه شويو او اړمنو شمېر تر ۱۸ ميلونو پورې رسيږي او په کار ده،چې ژر ورسره بشري مرستې تر سره شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist