Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ته را ستانه شوي کډوال روژه کې د بېړنیو مرستو او سرپناه غوښتنه کوي

کابل ته را ستانه شوي کډوال روژه کې د بېړنیو مرستو او سرپناه غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی او هره ورځ سلګونه کورنۍ را ستنېږي، راستانه شوي کډوال د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دوی په روژه کې د سرپناه، کار، برېښنا، روغتیا، خوراکي توکو او نغدي مرستو غوښتنه کوي.

له پاکستان په جبر راستون شوی کډوال  عمرا خان وايي: « شپږ میاشتې کېږي چې موږ له پاکستان څخه دلته راغلي یو. له وزیر صاحب او امارت څخه ډېره مننه کوو چې زموږ پوښتنه کوي، خو په دې دښته کې چې موږ پراته یو، دلته نه برېښنا شته، نه ښوونځی شته، نه روغتون او نه هم اوبو ته لاسرسی لرو. موږ بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو.»

په کابل کې د راستنو شویو په کمپ کې اکثریت مېشتې کورنۍ وايي، په پاکستان کې یې خپله شتمني له لاسه ورکړې . دوی له دولت او نورو مرستندویه ټولنو د کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

راستون شوی کډوال ولي جان وايي: « دلته داسې کسان شته چې د شپې لپاره ډوډۍ نه لري. موږ دلته مسجد او ښوونځی نه لرو او په دې حقه روژه کې خوراکي مرستو ته هم اړتیا لرو.»

شنونکي بیا د هېواد موجوده اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي، اسلامي امارت باید راستنو شویو ته د تخنیکي او روغتیايي زده کړو زمینه برابره او د ځمکو  وېش بهیر لا ګړندی کړي.

قومي مشر محمد الله مسلم وايي: « زموږ هېواد ډېرې دښتې لري او هسې پرتې دي. باید دغو کسانو ته ووېشل شي، ترڅو هم دا خلک ځای پرځای شي او هم له دې شاړو دښتو کار واخستل شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستان کې افغان کډوالو سره کېدونکی چلن د ټولو اصولو خلاف بولي او غوښتنه کوي چې د کډوالو ستنول باید جبري نه وي. مجاهد له راستنو شویو سره د مرستو خبره کوي او وايي، حکومت له دوی سره هر ډول مرستې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د مهاجرینو موضوع یوه انساني موضوع ده، خو دوی د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. همدارنګه دوی د تجارت له موضوع هم د فشار آلې په توګه ګټه اخستله. بالاخره افغانستان مجبور دی چې خپل مهاجرین ومني او په تجارتي برخه کې نورې لارې ځان ته پيدا کړي.»

بله خوا، د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو کلونو کې کابو ۵ میلیونه کډوال راستانه شوي او لپاره یې د خدماتو په چمتو کولو شاوخوا ۴ میلیارده افغانۍ لګول شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په دې سره د ټولو راستنو شویو کډوالو شمېر ۴ میلیونه، ۶۷ زره ۸۰۸ تنو ته رسېدلی. دغو راستنو شویو کډوالو ته په لنډمهاله کمپونو کې له مېشت کېدو او خوراکي مرستو وېشل کېدو وروسته، نږدې ۴ میلیارده افغانۍ نغدې مرستې هم وېشل شوې او د ټرانسپورټي خدماتو په ورکولو سره خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.»

د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره جوړ شوي پنډغالي کې مېشتې کورنۍ د سرپناه نه لرلو ترڅنګ، د روغتیايي خدماتو له کمښت هم شکایت کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist