Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ته د امریکايي پلاوي راتګ؛ اسلامي امارت یو امریکايي زنداني ازاد کړ

کابل ته د امریکايي پلاوي راتګ؛ اسلامي امارت یو امریکايي زنداني ازاد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/22

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هېواد ته د یوه امریکايي پلاوي له راتګ وروسته، د جورج ګلیزمن په نوم د یو بل امریکايي بندي د ازادېدو خبر ورکړی.

د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، دغه ګام یې له امریکا سره د ښه نیت له مخې پورته کړی چې ترڅنګ یې له دغه هېواد سره د خبرو اترو او تفاهم له لارې د بحث ‌وړ مسایلو د حل غوښته شوې.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، کابل له واشنګټن سره د متقابل درناوي پراساس واقعي تعامل ته چمتوالی لري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي:« د افغانستان اسلامي امارت نن د یوه بشردوستانه اقدام په توګه یو تن امریکايي اسیر جورج ګلیزمن له بنده ازاد  کړ. د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي چې د خبرو، تفاهم او ډېپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چارې پیدا کېدلی شي او د یاد امریکايي تبعې د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو چې دا ښيي له ټولو لورو او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ واقع تعامل ته چمتو دی.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم دغه ګام مثبت او رغوونکی بللی او قطر ته د یاد کس د رسېدو خبر یې تایید کړی.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې د محبوب شاه حبیبي په ګډون لاهم ځینې امریکايي اتباع د افغانستان په بند کې دي چې په وینا یې ازادول یې د سپینې ماڼۍ له جدي لومړیتوبونو بلل کیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د جورج ګلیزمن ازادېدل مثبت او رغوونکی ګام دی. یاد اقدام دغه‌راز دا ښيي چې لاهم نور امریکايان په افغانستان کې بندیان دي. ولسمشر ټرمپ به خپلو نه ستړي کېدونکو هلو‌ځلو ته دوام ورکړي ترڅو ټول هغه امریکايي اتباع چې د نړۍ په هر ګوټ کې په غیرعادلانه ډول نیول شوې، ازاد کړي.»

ورته مهال زلمی خلیلزاد چې د زندانیانو په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره په دې رسمي سفر کې ملتیا کوله پر خپله اېکس پاڼه یې د جورج ګلیزمن ازادېدل دوه اړخیزه هوکړه بللې.

هغه زیاته کړې:« نن یوه ښه ورځ ده. په کابل کې د یوه امریکايي وګړي جورج ګلېزمن له نیولو کېدو دوه کاله وروسته د نوموړي پر ازادېدو بریالي شو. طالبانو هوکړه وکړه چې نوموړی له ډونالډ ټرمپ او د امریکا له خلکو سره د ښه نیت له مخې خوشې کړي. ډونالډ ټرمپ د امریکايي وګړو ازادول او بېرته کور ته ستنول خپل لوړ لومړیتوب ګرځولی.»

بل پلو قطر چې له متحده عربي اماراتو سره پر ګډه د دې پروسې په تسهیل او عملي کولو کې د منځګړي رول لوبولی، د افغانستان او امریکا ترمنځ له دې ګټورې همکارۍ ستاینه کړې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د جګړو، شخړو او د پېچلو نړۍوالو موضوعاتو د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« قطر د افغان سرپرست حکومت او د امریکا ترمنځ له ګټورو همکاریو ستاینه کوي. قطر په دوامداره توګه د منځګړیتوب د ورته فعالیتونو د ترسره کولو په لټه کې دی، ترڅو جګړو، شخړو او پېچلو نړۍوالو موضوعاتو ته سوله‌ییز حل وموندل شي.»

جورج ګلیزمن چې ویل کیږي د الوتکو د ترمیمولو انجنیر دی، شاوخوا دوه کاله وړاندې افغانستان ته تر سفر وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډسمبر میاشت کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ونیول شو خو د جرم څرنګوالي په تړاو یې څه ونه ویل شول.

نوموړی له ریان کوربېټ او ویلیام مککېنټي وروسته چې تېره جنورۍ او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې د لوړې مراسمو له  یوه شپه وړاندې د یوه افغان تبعه د خلاصون په بدل کې ازاد شول، درېیم امریکایی تبعه دی چې د افغانستان له زندانه ازادیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist