Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې ناستې کوربه  دی

کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې ناستې کوربه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

ټاکل شوې بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز به د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو د یوې سترې او مهمې ناستې کوربه وي.

په دې سیمه‌ییزه ناسته کې به د افغانستان په شمول د تاجیکستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او اذربایجان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکزونو ريیسان او پالیسي جوړونکي ګډون ولري.

سیمه‌ییز اتصال، ثبات، اقتصادي همکارۍ، سوداګري، د انرژۍ توليد، ټرانزیټ او  پانګونه به د یادې ناستې د بحث اجنډا وي.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وايي: « د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربه توب د جون په ۱۶مه په کابل ښار کې د افغانستان منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او په لوړه کچه ناسته ترسره شي. په دې ناسته کې به د اوزبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اذربایجان د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکزونو ریيسان، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي. د ناستې ګډونوال به د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو  پر موضوعاتو بحثونه وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، په دې ناسته کې به د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضیعت و ارزول شي او د پایله ورکوونکو عملي وړاندیزونو پر وړاندې کولو به تمرکز وشي.

شنونکي بیا وايي، دغسې ناستې د ګډ تفاهم او شته سیمه‌ییزو ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کوي او د باور جوړونې فضا لاپسې پیاوړې کوي.

د دوی په خبره، افغانستان د منځني اسیا له هېوادونو سره ګډې ګټې لري او ورته ناستې کولی شي دغه ګټې خوندي کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا ډول غونډې د ګډ تفاهم لارې هواروي او هغو ستونزو ته به حل لارې وړاندې کړي چې په سیمه کې محسوسېږي. موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تړلې ګټې لرو او ښه دا چې دا غونډه ترسره شي او افغانانو ته یې ګټه ورسېږي.»

د چارو شنونکي بیا وايي، دغسې ناستې چې کوربه‌ یې کابل وي، نه یوازې له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان په ګټه دي بلکې د ټولې سیمې لپاره هم ګټورې تمامېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا ډول ناستې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې نورو هېوادونو لپاره هم ګټورې تمامېږي. دا ناسته هم په سیاسي، هم په اقتصادي او هم په ټرانزیټي لحاظ هر طرف ته ګټې رسوي. بله خبره دا ده چې افغانستان د دا ډول ناستو کوربه توب کوي، دا هم ځانګړی ارزښت لري.»

بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د دې ناستې ګډونوال به په مستقیم ډول د ګډو ننګونو او فرصتونو په تړاو خپل لیدلوري شریک کړي چې ورسره به د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ همغږۍ نوره هم پیاوړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist