Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او بېجينګ د دوه اړخيزه اړيکو او همکاريو پراختيا هڅې پيل کړي

کابل او بېجينګ د دوه اړخيزه اړيکو او همکاريو پراختيا هڅې پيل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/07

چين په اقتصادې او سیاسي برخو کې د سيمې په کچه یو پر ځان بسیا هېواد بلل کیږي؛ چې په دې وروستیو کې يي د افغانستان له سرپرست حکومت  سره اړیکې خورا نږدې او مثبتې ښکاري.

تازه د دواړو لورو استازو په چين کې ليدنه کړې او د کابل- بېجينګ پر یو شمېر ګډو مسايلو يې خبري کړې.

په بېجينګ کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي بلال کریمي د دوشنبې په ورځ د چين بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازي یوشیاو یونګ سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو تر څنګ يې د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکو پر رغولو هم ټینګار کړی.

چین کې د افغانستان سفارت وايي:« په دغه کتنه کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، له ګاونډیو او سيمې هېوادونو سره د متقابل تعامل له مخې د حسنه روابطو او اقتصادي اتصال پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو تر منځ پر تجارتي، ټرانزيټي، کونسلي او نورو مسايلو رغنده خبرې او نظرونه تبادله شول.»

بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين وايي، د جین شین په نوم چينايي شرکت د دې وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دغه شرکت غواړي په افغانستان کې د باروړنکو موټرونو او سکواټرونو د واردولو برخه کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي وايي، چین د سيمې پر کچه د نورو اړخونو تر څنګ په  سیاسي او اقتصادې برخو کې پر ځان بسیا دی او سرپرست حکومت ته په کار ده، چې له دې هېواد سره له موجوده اړيکو مثبته ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« په دې اړه له چین سره زموږ اړیکې ډېرې مهمې دي او چین کولی شي، د افغانستان دولت لپاره لابي ګیري وکړي، یا دا چې دلته اقتصادي پانګونه وکړي، په هر صورت له چین سره اړیکې د افغانستان پر ګټه دي.»

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ټیکاو کې او همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ اړیکو پراختیا کې ډېر رول ولوبوي، چین په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې تل د اقتصادي ګټو او اقتصادي راکړې ورکړې تګلاره تعقیب کړې او په همدې تګلاره کې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ثبات، سوکالي او ټیکاو وربښلی دی. په ځېنو هېوادونو د چین له دغسې مرستو د ښې نه استفادې له امله بې ثباتي هم رامنځته شوې. »

ځېنې نور بیا وايي، دا چې افغانستان اوس مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو سرپرست حکومت دې د سيمې هېوادونه وهڅوي چې د دې ستونزو حل لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« پانګونه کې بهرنۍ وي او که داخلي، د هېواد پر ګټه ده، کولی شي چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي او له دې لارې خلک وکولی شي، چې عواید ترلاسه کړي او د عوایدو په مرسته خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي، کله چې دغه ډول پانګونې په افغانستان کې کېږي، زه باوري چې دا پانګونې به اوږدمهاله وي او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت باندې به مثبت تاثیرات ولري.»

د شنونکو په خبره، سرپرست حکومت ته په کار ده، چې د بهرنیو پانګه والو تر څنګ دې د کورنیو پانګه والو ستونزې حل کړي، څو بهر میشتي افغان پانګه وال هم افغانستان ته راستانه او په کور دننه پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist