Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې سفارتي اړيکې د سفير کچې ته لوړې کړې

کابل او اسلام‌اباد په خپلو کې سفارتي اړيکې د سفير کچې ته لوړې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/10

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان او افغانستان په رسمي ډول ډېپلوماټیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړې دي.

د دې هېواد  بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو عادي کولو په په برخه کې مهم ګام بللی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند شفقت علي خان یوه خبري کنفرانس ته ويلي، د دواړو هېوادنو شارژدافیرانو د دوه اړخیزې هوکړې له مخې د سفیر مقام ته ارتقا کړې.

هغه زیاته کړې: « د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې د سفيرانو پر کچه دي او زموږ په نظر دغه پروسه نوره تکمیل شوې او رسمي او تشريفاتو ته اړتيا نه شته.»

د اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، د معمول په څېر سفیران باید خپل باورلیک د کوربه هېواد ولسمشر ته وسپاري، خو د افغانستان په اړه پاکستان د داسې تشریفاتو ترسره کول اړين نه دي ګڼلي.

شفقت علي خان د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست  ملا عبداللطيف منصور هغه څرګندونې هم رد کړې چې له شمشاد سره په وروستۍ مرکه کې يې په تېر او اوس کې اسلام‌اباد په افغانستان کې د پياوړي مرکزي نظام رامنځته کېدو مانع ياد کړی و.

علي خان په دې اړه وايي: « دغه خبرې له عقل، تاريخ او حقايقو لرې دي او پاکستان تر نورو زيات د افغانستان په ثبات کې ګټې لري.»

نوموړي د اګسټ پر ۴مه اسلام‌اباد ته د مولوي اميرخان متقي سفر نه کېدو په تړاو يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دغه سفر ته ځانګړې نېټه لا نه ده مشخصه شوې او د نېټې له ټاکل کېدو وروسته به يې رسمي اعلان وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې همېشه هغه ډول ډېپلوماټيکې اړيکې غوښتې چې يوازې د دوی ګټې يې خوندي کړې وي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د ملي ګټو خونديتوب ته په کتو دې له ګاونډیو هېوادونو سره اړيکې تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « یعنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صرف د سفارت نه بلکې هغه سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مشترکاتو کې هم د ښه والي قدمونه اوچت شي، ورته پالیسۍ جوړې شي؛ ترڅو د دوه مملکتونو ګاونډیتوب بریالی شي.»

له نږدې څلورو کلونو راهيسې اسلامي امارت په ډېپلوماټيک ډګر کې تر دې دمه يوازې د روسيې له لوري پر رسميت پېژندل شوی او چين، متحده عربي اماراتو، پاکستان، اوزبېکستان او ترکيې ته يې له رسميت پېژندنې پرته خپل سفيران لېږلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist