د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که طالبان له جګړې لاس واخلي او له افغان ځواکونو سره لاس یو کړي، نو په افغانستان کې داعش ډله ماتولای شي.
کابلوف ویلي چې د ښکېلو افغان خواوو ایتلاف به نه یوازې داعش ډله، بلکې په دغه هېواد کې هره بهرنۍ ترهګریزه ډله ماته کړي.
کابلوف زیاته کړې چې طالبان داعش ډله د افغانستان او اسلام دښمنه بولي او د دواړو تر منځ یوځای کېدل هم ناشوني دي.
دغه روسي ډیپلوماټ له ښکېلو افغان خواوو دا هم غوښتي چې خپل ملي مسایل د پردیو له مداخلې پرته حل کړي.











