Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: امریکا د افغانستان اسعاري شتمنیو د باج اخیستنې  په لټه کې ده

کابلوف: د ټرویکا ناسته دا ځل کابل کې جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې ویلي،د روانې فیبرورۍ میاشتې په وروستیو کې به د ټرویکا پلس ناسته په کابل کې جوړه شي  او پر وینا یې د ترسره کېدو نېټې په تړاو یې بحثونه دوام لري.

کابلوف زیاته کړې:« موږ اوس مهال  له خپلو متحدینو سره پر دې بحث کوو،چې د ټرویکا راتلونکې ناستې نیټه مشخصه کړو. په پام کې ده،چې دغه راتلونکې ناسته د روانې فیبرورۍ میاشتې تر پای وړاندې په کابل کې ترسره شي.» 

 د ټرویکا  وروستۍ  یې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې، شنونکي وايي، په کابل کې یې ترسره کیدل د افغانستان سیاسي راتلونکي لپاره غوره ګام دی. 

شنونکی  بلال فاطمي  وايي:« دا به د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه د سیاسي پیژندنې او رسمیت پیژندنې پر لور یو بل غوره ګام وي او په دې برخه کې به مرسته وکړي. ځکه دا ډول ناستې به مخکې په بیجینګ او اسلام اباد کې کیدلې او اوس په کابل کې کېږي.» 

شنونکی طارق فرهادي وايي:« په کابل کې د ټرویکا پلس ناستې جوړیدل یو غوره نظر دی،چې د ځینو بهرنیو هېوادونو استازي وکړای شي ،د طالبانو نور مشران هم وګوري. همدا رنګه چې د امریکا استازی توماس ویسټ کابل ته راشي دا خپله یو غوره کار دی.» 

اخوا د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي،تر اوسه د دغې ناستې ځای او وخت دوی ته نه دی مشخص شوی، خو پر وینا یې د  هرې هغې ناستې هرکلی او ملاتړ کوي،چې د افغانانو ستونزې په کې څېړل کېږي او پرمختګ ته لار هواروي.

کریمي  زیاته کړه:« په مشخص ډول د دې ناستې د نیټې او ځای په اړه څه ویل شوي نه دي،خو په ټوله کې اسلامي امارت د ټولو هغو ناستو چې د افغانستان مسایلو په تړاو جوړیږي او د افغانانو ستونزې په کې څېړل کېږي او د پرمختګ لپاره لار هواریږي،هرکلی یې کوو.» 

په اسلام اباد کې د تیرې ټرویکا پلس ناستې په پای کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، هڅه دا ده،چې راتلونکې ناسته په بیجینګ کې ترسره شي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist