Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: مسکو او کابل د اړیکو پیاوړتیا لپاره د همغږۍ او باور ښه فضا رامنځته کړې

کابلوف: د بګرام په اړه د ټرمپ دريځ اوعملي اقدام به امريکا له جدي ناورين سره مخ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

د بګرام نظامي اډې په اړه د امريکا ولسمشر وروستیو څرګندونو ته له څو ورځني ځنډ وروسته، روسيې هم غبرګون وښود. د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي په دې اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې تېروتنه ګڼلې او وايي، د نظامي حضور لرلو لپاره افغانستان ته د امريکا راګرځېدل به واشګټن ته نه جبران کېدونکی زيان ورسوي.

ضمیر کابلوف په افغانستان کې د لسيزو جګړو موجوده تجربې ته په اشارې زياته کړې، د بګرام نيول ښايي امريکا له ناورين سره مخ کړي. نوموړي د ټرمپ دا څرګندونې د کاناډا او ګرين لنډ نیولو په اړه د نوموړي څرګندونو ته ورته بللې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: « افغانستان ته د امریکا بیا راتګ به واشنګټن له بحران سره مخ کړي، ځکه افغانان له جګړې سره نااشنا نه دي. د بګرام په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې د ګرین لنډ او کاناډا په اړه د نوموړي د څرګندونو په څېر دي.»

په همدې حال کې ځيني مطرح سياستوال وايي، امریکا دې له زور ویلو ډډه وکړي او خپل توان او ظرفیت دې د جګړو رامنځته کولو په ځای، د نړیوالې سولې د تأمین لپاره وکاروي. د دوی په خبره، امریکا د یو ځل بيا افغانان د بګرام په نيولو نه ګواښي.

پخوانی جهادي مشر ګلبدین حکمتیار وايي: « پوهېږم چې بګرام غواړې، جدي هم ښکارې او له پایلو یې هم بې پروا یې. خو پوه شه چې ستا دغه سیاستونه به د امریکا پر زوال منتج شي او تاریخ به تاته د ستایلو وړ فاتح نه بلکې د امریکا بریژنېف نوم درکړي.»

کارپوهان بیا وايي، امریکا به د بیاځل لپاره افغانستان ته د راګرځېدو تېروتنه تکرار نه کړي. د دوی په باور، د امریکا په شمول نړۍ په دې پوهیږي چې افغانانو ته نه بهرنی یرغل او نه یې تر یوغ لاندې حکومت د منلو دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « امریکا به بیا ځل دا قدرت ونه لري چې پر افغانستان نظامي یرغل وکړي، ځکه چې بګرام په افغانستان کې پروت دی نه افغانستان په بګرام کې. دا امریکا دا کړنه د هېڅ افغان لپاره د منلو نه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له دې مشخصې جغرافیې څخه د ځان به بیه دفاع کړې او کوي یې. د افغانانو په وینه کې یو څه ګډ شوي، هغه دا چې هېڅ بهرني قدرت ته اجازه نه ورکوي چې دوی تر خپل نفوذ لاندې راولي.»

دا غبرګونونه له هغې را وروسته را روان دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې د بګرام هوايي اډې د بیا ترلاسه کولو په تړاو څرګندونې وکړې. کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی، هېوادونو ته ترې ګواښ نه پېښيږي او د بهرنیو ځواکونو حضور ته په کې اړتیا نه شته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist