Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: د بریکس غونډه کې سرپرست حکومت ته بلنه ورکول د غړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري

کابلوف: د بریکس غونډه کې سرپرست حکومت ته بلنه ورکول د غړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/06

په داسې حال کې چې د بریکس سازمان ناستې ته شاوخوا درې اوونۍ پاتې دي؛ خو د ګډون په موخه د سرپرست حکومت رسمي غوښتنې ته لاهم د هو یا نه ځواب نه دی ویل شوی.

ټاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې لیکلي، روسیه نه شي کولی په خپل سر په دې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړي.

کابلوف دغه خبرې د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې په همدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې روسیه د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان غړیو هېوادونو او شریکانو له هوکړې پرته نه شي کولی سرپرست حکومت ته د ګډون بلنه ورکړي.

کابلوف په دې اړه وايي: « د بریکس ناستې ته د استازو رابللو پرېکړه د ټولیز مکانېزم له مخې کیږي. د دې غونډې ترسره کېدو ته لا وخت پاتې دی او دا په دې پورې اړه لري چې د بریکس غړي هېوادونه څنګه په دې تړاو غبرګون ښيي. له همدې کبله، روسیه د شریکانو له توافق پرته نه شي کولی په خپل سر نورو هېوادونو ته په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي.» 

د روسیې دولتي آژانس د راپور له مخې، اسلامي امارت شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له روسیې څخه په بریکس ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

 اسلامي امارت ویلي، که مثبت ځواب ترلاسه کړي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه دوه ورځنۍ غونډه د اکتوبر پر ۲۲مه د روسيې په کازان ښار کې پیل شي، چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا استازي به په ‌کې پر ګډو اقتصادي مسایلو بحث وکړي.

د سیاسي چارو  شنونکی عزیز معارج په دې اړه وايي: « د اصولو له مخې دا سمه خبره ده چې د سازمان ټول غړي باید پرېکړه وکړي، چې  د اسلامي امارت استازی غونډې ته وغواړي که او نه. خو روسیه کولی شي نور غړي راضي کړي؛ ځکه چې نور غړي د روسانو تر اغېز لاندې دي. زه فکر کوم دوی نه غواړي د اسلامي امارت استازي ته بلنه وکړي او دا کار د دوی پر ګټه نه دی. که د اسلامي امارت استازی هلته ګډون ولري، له خپل دریځ به دفاع وکړي او د دوی پرېکړې به تایید یا رد کړي ترڅو حقوقي اړخ پیدا کړي.»

بریکس سازمان په ۲۰۰۹ زېږدیز کال د روسیې په نوښت د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي – ۷ لوېدیځ بلاک پر وړاندې جوړ شو او دا مهال د افغانستان په ګډون شاوخوا ۲۰ هېوادونه غواړي غړیتوب یې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د بریکس په ګډون ورته نورو نړیوالو سازمانونو کې د ګډون او غړیتوب ترلاسه کولو لپاره باید لومړی پر هغو پرېکړو او لارو چارو غور وشي چې د دوی په خبره، دا مهال د غړیتوب د لارې خنډ دي.

د سیاسي چارو شنونکی  شېرحسن حسن وايي: « دا پرېکړه یوازې په روسیې پورې اړه نه لري، بلکې نور هېوادونه هم په کې شریک دي. دا هغه وخت معلومیږي چې د اسلامي امارت غوښتنلیک په یوه سرمشریزه کې تر بحث لاندې ونیول شي او بیا یې په اړه پرېکړه وشي.»

له دې ټولو سره سره، د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د غړیتوب لپاره د اسلامي امارت غوښتنې ته غبرګون کې ویلي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت ته د رسېدو هڅه کوي، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

کارین ژان پېیر زیاته کړې، افغانستان تر هغې نه شي کولی خپل اقتصاد ته وده ورکړي چې پر ښځو لګېدلي بندیزونه لرې نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist