Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: امریکا د افغانستان اسعاري شتمنیو د باج اخیستنې  په لټه کې ده

کابلوف: افغانستان کې د ترهګرو ډلو تر شا بهرني لاسونه دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/25

د افغانستان لپاره د روسي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله وروستۍ مرکه  کې ويلي، ځيني هېوادونه په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو د تمويل او قوت لپاره کار کوي.

کابلوف ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت زړه ښه کړي،مسکو چمتو دی،چې یاد هېواد سره همکاري وکړي.

کابلوف په افغانستان کې د ترهګرو او سخت دريځه ډلو د ځپلو پر وړاندې د  اسلامي امارت  مبارزه ستایلې،خو په خبره یې لاهم په دې برخه کې شوې هڅې کافي نه دي.

هغه زیاته کړې:«موږ ګورو،چې طالب ځواکونه په هېواد کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره  په مبارزه کې جدي دي،خو لاهم ننګونې شته او دغه مبارزه کافي نه ده.

هغه بريدونه،چې مذهبي لږکي په کې په نښه شوي،ډېری یې د داعش له خوا ترسره شوي دي. موږ پوهیږو،چې د دغو بریدونو تر شا بهرني لاسونه دي.» 

کابلوف د وسله‌ والو ډلو فعالیتونو او شتون په اړه ویلي،د اسلامي امارت مخالفې ډلې کومه خاصه جغرافیه په واک کې نه لري او نه د جنګیدو ځواک لري.

هغه زیاتوي:«حقیقت دا دی،چې طالبان د افغانستان ټوله خاوره په واک کې لري. موقت حکومت جوړ  شوی دی او کار کوي. د روسیې له نظره د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې له دوی سره د سیالۍ ځواک او وړتیا نه لري.» 

دغه راز کابلوف ویلي،  که اسلامي امارت بین لافغاني مذاکراتو بیا پیل ته زړه ښه کړي،نو روسيه او هند چمتو دي،چې په دغه برخه کې مرسته وکړي.

کابلوف زیاتوي:«طالبانو له کلونو  تجربو دا زده کړي،چې څنګه وکولی شي،چې د ستونزو لپاره حل لاره ومومي. د  پراخو بین الافغاني مشورو او يا هم د لویې جرګې  له لارې دغه چاره ترسره کړي.افغانان دې خپله پريکړه په خپله وکړي. که چيرې طالبان زړه ښه کړي،نو روسیه چمتو ده،چې په دې برخه کې لازمه مرسته وکړي،موږ باوري یوو،چې په دې کې به د هند رول هم اړین وي.» 

اسلامي امارت تر اوسه پورې  د روسیې استازي څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تحلیل کوونکي بیا وايي، زبرځواکو هېوادونو ته خپلې ګټې او سیالۍ مهمې دي او غواړي له هغو تګلارو کار واخلي،چې د دوی ګټې تضمین کوي.

د افغانستان لپاره د روسي ځانګړی استازی دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې  اسلامي امارت وړاندې له دې ويلي ول،چې په هېواد کې ترهګرې او سخت دريځې ډلې ځپل شوي او په دې برخه کې لاهم جدي هڅې روانې دي او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې افغان خاروه د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist