Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: امریکا د افغانستان اسعاري شتمنیو د باج اخیستنې  په لټه کې ده

کابلوف: افغانستان کې اوس هم امنیتي ننګونې شتون لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/17

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استازي د افغانستان په تړاو مسکو کې سره راټول شوي وو، هغه ناسته چې د خبرو محور یې سیمه ییزې ستونزې او افغانستان کې روان سیاسي او اقتصادي وضیعت وه. 

په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تل په څېر د تروریزم له اړخه خپله اندېښنه په ډاګه کړه.

هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې د واک د انتقال بحران لا نه دی حل شوی او اوس هم په افغانستان کې امنیتي ننګونې موجودې دي.»

اسلامي امارت ته په دې ناسته کې له دې امله د ګډون اجازه ور نه کړل شوه،چې روسیه وایي، د  ټولګډونه حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت د مسکو له ناستې وړاندې ویلي وو،چې د دوی له حضور پرته دا د مسکو فارمټ ناسته نیمګړې او بې پایلې ده. خو د افغانستان لپاره د پاکستان استازي صادق خان بیا  باور ښوولی دی،چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره دوامداره ښکیلتیا اړینه ده.

صادق خان زیاتوي:« نړیواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره د لومړیتوبونو په درجه بندۍ کې همکاري وکړي، په ځانګړې توګه په هغه ځای کې چې سرپرست حکومت د عمل کولو ژمنتیا ښودلې ده.» 

د مسکو مشورتي ناسته کې یو شمیر هېوادونو له امریکا غوښتي دي،چې دافغانستان کنګل شوې پانګه  ازاده کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو ژیاونګ ویلي:« د افغانستان عمومي وضعیت ښه شوی دی. اجازه مه ورکوئ،چې دا هېواد بیا بحران ته ولاړ شي. امریکا په بې شرمۍ سره د افغانستان پانګه کنګل کړه او په داسې حال کې چې هلته وضعیت ښه شوی، امریکا ټولې پراختیايي مرستې وځنډولې.» 

ټاکل شوې ده،چې د مسکو د فارمټ په خوا کې بله درې اړخیزه ناسته د ایران،روسیې او هند ترمنځ هم جوړه شي. 

مسکو د افغانستان په اړه څو پړاوه ناستې کړي،خو د وضیعت له بدلون سره یې مرسته نه ده کړې او په دې وروستیو کې چې امریکا د افغانستان په تړاو خپل دریځ نرم کړی، د افغانستان په تړاو د مسکو دریځ سخت او بدل شوی دی.

خو  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د مسکو فارمټ ناسته مهم بولي. 

د سیاسي چارو کارپوه شیر حسن حسن وايي:« د مسکو فارمټ ناسته له ګټې خالي نه ده،ځکه په دې کې د سیمې ډېری هېوادونه شامل دي، امریکا له دغه فارمټه وتلې او پر ځای د منځنۍ اسیا هېوادونه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان ور شامل شوي دي، ایران او هند هم ورشامل شوي دي. پاکستان یې پخوا غړی وه.» 

روسیې د مسکو په نوي فارمټ کې امریکا بهر کړې او افغان حکومت یې ورته نه ده بللی.

د تحلیل کوونکو په باور د سیمې هېوادونه د افغانستان په مسله کې د حل لپاره کومه مشخصه ستراتیژي نه لري او تر ډېره همدا هېوادونه خپله په کورنیو ستونزو کې ښکیل دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist