Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابلوف: اسلامي امارت مسکو کې د افغانستان سفیر نه بدلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/12

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، اسلامي امارت  په مسکو کې د افغانستان سفیر نه بدلوي،خو له دوی یې غوښتي چې د دوی څو دیپلوماتان دې هلته ومني.

کابلوف وايي،  د افغان دیپلوماتانو ورتلل نه ردوي،خو په دې چاره کې ځکه لاسوهنه نه کوي،چې د افغانانو کورنۍ موضوع ده.

کابلوف زیاته کړه:« د  افغانستان اوسنيو چارواکو له موږ غوښتي،چې د دوی دوه یا درې ډیپلوماټان ومنو. هېله ده،چې دا په پام کې ونیسی،چې دا یو اضافي بدلون دی او دوی نه غواړي،چې مسکو کې اوسنی سفیر بدل یا لرې کړي. د سفارت چارې د دوی خپل کورني مسایل دي او موږ په کې لاسوهنه نه کوو.» 

کابلوف وایي د دغو دیپلوماتانو راتګ تائیدوي،خو له هغې وروسته د افغان سفارت او کابل کې د حکومت مسوولیت دی،چې څه کوي،ځکه دا د دوی کورنی مساله ده.

اخوا د سیاسي چارو  یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي،چې د اسلامي امارت دا غوښتنه پر ځای ده او باور لري،چې ډېر زر به د روسیې او چین له خوا پر رسمیت وپیژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:«اسلامي امارت به ډېر زر د چینایانو او روسانو له خوا پر رسمیت وپیژندل شي. دیپلوماسي د یوې ورځې کار نه دی،بلکې دا چاره وخت ته اړتیا لري. اسلامي امارت په دې برخه کې پر خپله نرمه پالیسي سره ډېر ښه روان دی او له روسیې یې دا غوښتنه پر ځای او د افغانستان پر ګټه ده.» 

ځینې نور هم بیا دې غوښتنې ته خوشبین دي،چې د روسیې له خوا به رد نه شي،ځکه یاد هېواد د اوکراین په کړکیچ کې له ناټو او ختیځ سره په رقابتي جګړه کې ښکیل دی.

 د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«زما په فکر مسکو به د طالبانو دغه غوښتنې ومني،ځکه روسیه اوس له ناټو او امریکا سره په یو ډول رقابتي جګړه کې ده. اوکراین په اروپا کې یو له هغو ګرمو موضوعاتو ده،چې روسیه یې له لویدیځ سره اچولې، نو له همدې امله به روسیه د طالبانو دې غوښتنې ته لبیک ووایي.»

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له یوه هېواد څخه دا ډول غوښتنه کوي،خو دلته یې رسنیو ته لا هم څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کراتو ویلي، په بهر کې له ټولو افغان سفیرانو سره په اړیکه کې دي او کاري راپورونه ترې غواړي،خو د تېر حکومت له خوا استول شویو ډېریو سفیرانو ویلي، دوی د افغانستان اوسني حکومت استازولي نه کوي.

په افغانستان کې د  اسلامي امارت له واک ته رسېدو څه باندې شپږ میاشتې تیریږي، خو اوسنی حکومت لا هم د هېڅ یوه هېواد له خوا پر رسمیت نه دی پیژندل شوی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist