Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل:د یو شمير خصوصي رسنیو کارکوونکو د تنخوا نه ترلاسه کولو له امله اعتراض  کړی

admin by admin
2021/10/05

په کابل کې د دوشنبې په ورځ  د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۲ مه» د یو شمېر خصوصي رسنیو لسګونه  خبریالانو، انځور اخېستونکو  او نورو برخو  کارکوونکو د تنخوا نه ترلاسه کولو له امله اعتراض کړی دی.

 له دې ډلې د خورشید په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون کارکوونکي ادعا کوي،چې یوه لسیزه یې له یادې رسنۍ سره کار کړی،خو په خبره یې  له درې میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخېستې او د ټلوېزیون مالک د تنخوا له  ورکولو انکار کړی دی. 

 اعتراض کوونکي وايي، اوس یې برخلیک نامالوم دی او د رسنیو هیڅ ملاتړی بنسټ یې هم غږ نه اوري.

 د خورشید ټلوېزیون یو تن کارکوونکی وايي:« له درې میاشو راهیسې مو تنخوا نه ده اخېستې او د رسنۍ مالک راته وايي، یوازې د یوې ماشتې معاش درکوو او نور نه شو درکولی.»

دوی همدا راز ادعا کوي، چې د رسنۍ مالک د دوی پر ځای نورو کسانو ته د پیسو په بدل کې اسنادونه جوړ کړي او د خبریالانو په نوم یې بهرینو هېوادونو ته لېږلي دي.  

دوی زیاتوي،چې بهر ته د تګ لپاره یې اسنادونه بې باوره شوي دي.

د خورشید ټلوېزیون یو تن کارکوونکی وايي:«  د رسنۍ مالک زموږ پر ځای یو شمېر نورو کسانو ته د پیسو په بدل کې اسنادونه جوړ کړي او بهرنیو هېوادونو ته یې لېږلي دي او زموږ برخلیک نامالوم دی»

د رسنیو کارکوونکي د  خبریالانو له ملاټرو اداور ګیله من دي،چې په دې وروستیو کې د دوی د برخلیک په تړاو هېڅ اقدام نه دی کړی او غوښتنه لري، چې د ژورنالیستانو د ملاټر لپاره دې لاس په کار شي.

د خورشید ټلوېزیون یو تن کارکوونکی وايي:« د رسنیو ملاټر ادارې په اوسني وضیعت کې خبریالان له پامه غورځولي او هېڅ بنسټ زموږ غږ نه اوري.»

له دې سربېره په تېرو دوو میاشتو کې ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی،ګڼو فعاله رسنیو بیا  د کارکوونکو شمیر له نیمايي هم ټیټ کړی او یو شمیر نورو رسنیو بیا د خپلو کارکوونکو معاشونه د پام وړ ټیټ کړي دي. 

دغه خصوصي تلویزیون بیا په یوه اعلامیه کې د خپلو کارکوونکو د اعتراض په تړاو ویلي،یوازې د یوې نیمې میاشتې معاش یې پاتې دی او په نږدې راتلونکې کې به یې تادیه کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist