Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل؛ ځانمرګي برید ۴ تنه ووژل، ۱۱۳ یې ټپیان کړل

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/15

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د بهرنیانو پر یو مېلمستون موټر بم برید شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ویلي چې برید د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو په یو مېلمستون شوی، چې څلور تنه یې وژلي او ۱۱۳ تنه یې ټپیان کړي دي.

 پېښه د دوشنبې ماښام د ماخوستن شاوخوا اوه بجې شوې ده.

د کابل پولیسو د شمشاد خبریال ته ویلي، چې چاودنه د موټر بم برید له کبله وه.

ولسمشر اشرف غني دغه برید غندلی دی. 

طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر د کابل د تېرې شپې برید ته په غبرګون کې ویلي، چې د کابل د تېرې شپې برید غچ به اخلي او په اړه به یې دوی غلی پاتې نه شي.

له امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې حکومت په سیمه ییزه کچه د سولې د بهیر بریالي کېدو په هڅه کې دی، خو د افغانستان د خلکو دښمنان غواړي دغه بهیر په داسې بریدونو سبوتاژ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې برید تر شا که هر څوک لاس ولري، دوی به یې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist