Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ښځینه فعالانې: له اسلامي  امارته غواړو د ښځو ستونزو حل لپاره ځانګړې اداره جوړه کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/10

په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۸ مه» یو شمېر ښځینه فعالانو د مارچ اتمې یا د ښځو یووالي نړیوالې ورځې په مناسبت ناسته وکړه.  

په ناسته کې ښځینه فعالانو  له اسلامي امارته غوښتنه وکړه،چې د ښځو ستونزو د حل لپاره یوه ځانګړې اداره جوړه کړي.

د افغان ښځو سولې او ازادۍ سازمان مشره جمیله ساپۍ وايي:«  د دې لپاره چې افغانستان کې د ښځو لپاره خوندیتوب، امنیت، کار او زده کړو زمینه برابره شي او ښځې چې اوس له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د دې اړتیا ده،چې یوه ځانګړې اداره جوړه شي. » 

د ناستې  ویناوالو د ښځو وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او په خبره یې په تېرو شپږو میاشتو کې ډېری ښځې بې روزګاره شوي او خپلو حقونو ته پوره لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې دوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل،چې د ښځو وزارت بېرته رامنځته کړي.

د ښځو حقونو فعاله تورپیکۍ مومند وايي:«  اسلامي امارت دې اوس له ځانه دا ابتکار وښي  او  ښځو ته دي حقوق ورکړي. د ښځو چارو وزارت دې بېرته فعاله کړي.» 

د اسلامي ‌امارت تر واکمنۍ لاندې دا لومړی ځل دی،چې افغانې ښځې د مارچ اتمه یا د ښځو یووالي نړیواله ورځ نمانځي.

اسلامي امارت هم د مارچ اتمې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ښځو حقونو، ستونزو حل او تعلیم ته ژمن دي او د کار اجازه ورکوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist