Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ښوونکې: له نړیوالې ټولنې غواړو افغانستان کې د زده کړو بهیر پياوړتیا لپاره کار وکړي

admin by admin
2021/09/29

کابل کې د سه شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې ۶  مه » یو شمېر  ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د  کار دوام او د معاشونو ورکړې لپاره د نړیوال بانک او نورو مرستندویانو مرستو ته جدي اړتیا  ده.

دوی وايي،پر نړیواله ټولنه، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بشردوتانه ادارو غږ کوي،چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

دوی زیاتوي،چې نړیوال دې په ټول افغانستان کې د سواد زده کړو او اسلامي تعلیماتو پروګرامونه پیل او ملاتړ دې وکړي.

ښوونکې قمر جان نیازۍ وايي:« موږ پر نړیواله ټولنه، نړیوال بانک او نورو تمویل کوونکو غږ کوو،چې له موږ سره د افغان ښوونکو د معاشونو د اداینې لپاره د تمویل په برخه کې مرسته وکړي.»

ښوونکې او روغتیایي کارکوونکې وایي،افغانان په بد اقتصادي وضعیت کې ده اړېنه ده،چې همکاري ورسره وشي.

دوی پر امریکا او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو غږ کوي، چې د امریکا په فدرال خزانو کې د افغان ولس کنګل شوې پیسې د افغانستان په واک کې ورکړي.

ښوونکې قمر جان نیازۍ وايي:«  موږ د امریکا او د هغوی له ملاتړو هېوادونو غوښتنه کوو،چې د امریکا په فدرال خزانو کې د افغان ولس کنګل شوې پیسې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ته وسپاري،ځکه دا پیسې د افغان ولس حق او امانت دی او هېڅوک یې د کنګل کولو حق نه لري.»

ښځینه ښوونکې او روغتیایي کارکوونکې له اسلامي امارت هم غواړي،چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ډاډمن دوام دې ورته تضمین کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist