Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ډېویډ پیټریوس: د افغانستان اداره کول اسان، خو ګټل یې ناممکن دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

د امریکا استخباراتي ادارې یا سي.آی.ای پخواني مشر  ډېویډ پیټریوس چې په یوه پوهنتون کې خبرې کولې، د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه یې څو مهمو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

ډېویډ پیټریوس وویل، له افغانستانه د  ۱۸ زره قراردادي جنګیالو اېستلو نظامي اټموسفیر له روحي پلوه زیانمن کړی وو.

پیټروس زیاتوي،چې د افغانستان مدیریت کول اسانه،خو په خبره یې  د دغه هېواد راخپلول ډېر ګران کار دی.

پېټریوس وايي:« موږ باید پر دې پوه شو،چې افغانستان عراق نه دی. افغانستان داسې یو ځای دی،چې تاسې یې اداره کولای شئ.خو تاسې یې ګټلی نه شئ. زه لا له وړاندې پوهیدم، چې دا حالت په یوه ناورین بدلیدوونکی دی. ما لا درې میاشتې وړاندې ویلي و،چې افغان ځواکونه له رواني پلوه ماته خوړلې ده.»

پیټریوس په افغانستان کې د امریکايي حکومت پر تېروتنو اعتراف وکړ او زیاته یې کړه، چې امریکا ډیر ژر له دغه هېواده پام د عراق لور ته اړولی او دلته یې ډېر تمرکز نه درلود.

پیټریوس  زیاتوي:« د دې وضعیت ستر لامل دا دی،چې موږ نهه کلونه وړاندې له افغانستان سره خاص څه نه وکړي. زموږ د هېواد مشرانو ډېر ژر خپل پام له افغانستانه د عراق لور ته اړولی وو.  دې کار ښه پایله ورنه کړه. زموږ ټول تمرکز پر عراق و. موږ په دې برخه کې ډېرې تیروتنې کړې دي.»

دغه متقاعد جنرال چې تازه له بوسنیا امریکا ته ستون شوی وايي، د دې وضعیت پایلې ډېرې له ټراژیډۍ او خواشینۍ ډکې دي او په کومه بڼه چې دا هرڅه بدل شول، باید داسې یې بدلون نه وای موندلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist