Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیکر : مير رحمان رحماني او د هغه زوی افغانستان او امریکا دواړه لوټلي

ډیکر : مير رحمان رحماني او د هغه زوی افغانستان او امریکا دواړه لوټلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/14

وروسته له هغې چې د امريکا خزانې وزارت په یو لړ قراردادونو کې  د فساد په تور د مخکېنۍ ولسي جرګې پر مشر مير رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني بنديزونه وضع کړل، ورسره سم د افغانستان لپاره د امريکا شاژردافېرې کرن ډیکر هم په دې اړه غبرګون وښود.

کرن ډیکر په دې اړه ويلي، رحماني او د هغه زوی په افغانستان کې د امريکا له لوري په تموېليدونکو نظامي قراردادونو کې مېليونه ډالر فساد کړی او زياتوي، چې په دې توګه يې هم افغانستان اوهم امريکا لوټلي دي.

هغې زیاته کړې: «میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحمانی هغه مېلیونونه ډالر اخېستي چی د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي ول. دې غلا امریکا او افغانستان دواړه لوټ کړې.»

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا غوښتنه کوي چې امريکا  دې د هغو پاتې کسانو نوملړ هم خپور کړې چې پراخ مالي فساد يې کړی دی.

مجاهد زیاتوي: « امریکا باید یوازې د هغه افغان اتباعو په اړه راپور وړاندې نه کړي چې په تېر حکومت کې یې فساد کړی وه، بلکې خپل هغه کسان هم چې په قاچاق کې یې لاس درلوده، د پیسو په غلطې استفادې کې یې لاس درلوده، د تورو پیسو په مینځلو کې یې لاس درلوده او هغه جنرالان چې د فساد یوه لویه برخه یې تشکیلوله هم افشا کړي، نه دا چې یوازې افغان اتباع افشا کړي.»

بل خوا بیا د سیاسي چارو شنونکي وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې نه يوازې افغان قرارداديانو بلکې په خپله امريکايانو هم فساد کړی او په خبره یې د افغان قرارداديانو په شمول دې هغه امريکا وګړي هم علني او محاکمه شي،چې په افغانستان کې يې فساد کړی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا هېڅ افغان او ان نړیوال یې نه شي ردولی چې د ولسي جرګې مخکېني مشر میر رحمان رحماني په فساد کې لاس درلوده، نو خبره دا ده چې یوازې رحماني نه دی، د جمهوریت او پخواني رژیم ټول چارواکي په فساد اخته وو او دوسیې لري.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « په افغانستان کې د فساد ریښې د امریکایانو له راتګ او د دوی د متحدینو، قراردادیانو او شرکتونو له رامنځته کېدو سره رامنځته شوې، فساد زموږ د کلتور او هویت برخه نه وه. دا مطلقه یوه امریکايي قراردادي او وارداتي پدیده وه.»

 په ورته وخت کې د افغانستان مخکېنۍ ولسي جرګي مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی پر دوی د امريکا له لوري لګول شوي تورونه رد کړي دي.

رحماني په دې اړه يوه اعلاميه کې ويلي، په ټول کاروبار کې يې د تفتيش شرکتونه شامل وو او اوس هم چمتو دی چې د خپلو قراردادونو په اړه د امريکا متحده ايالاتو ته سپيناوی او حساب ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist