Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ډنمارک، افغانستان سره ۳۳۰ میلیونه کرون مرسته وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/06

د ډنمارک شاهي دولت افغانستان سره درې سوه دېرش میلیونه کرون مرسته وکړه.

ډنمارک شاهي دولت د افغانستان پراختیایي پروژو لپاره ۳۳۰ میلیونه ډنمارکي کرون مرسته وکړه.

د مالیې وزارت وایي، مرسته شوې پيسې به د اداري فساد ضد مبارزې، سولې، بشر حقونو او خصوصي سکتور پر پياوړتیا ولګول شي.

د ډنمارک دغه مرسته د پنځوس میلیونه ډالرو معادل ده چې ۵۲سلنه به یې د ملي بودجې او پاتې برخه به یې د بشر حقونو او سولې  لپاره مصرف شي.
کابل کې د ډنمارک سفیر او مالیې وزارت ترمنځ د مرستې تړون لاسلیک شو.

چارواکي وایې مرسته شوې پيسې پنځوس میلیونه امریکایي ډالر کیږي چې له نیمایي ډیره برخه به یې د ملي بودجې له لارې پر پراختیایي او هغو پروژو ولګول شي چې د بشر حقونو، سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته کولی شي.

کابل کې د ډنمارک سفیر  وایي د ګډوالو، کورنیو بیځایه شویو او خصوصي سکتور لاسنیوی، د سولې او ثبات صندوق له لارې د افغان امنیتي ځواکونو مالي مرستې یې لومړیتوب دی.

 کابل کې  د ډنمارک سفیر نیکولاج پیترسن داسې وویل (( دا مرسته د ډنمارک د پراختیایي چارو وزیرې منظور او اعلان کړي چې ډیره برخه یې د افغان دولت له بودجې او ۴۸ سلنه به یې د مدني ټولنو سره د بشر حقونو، سولې او ثبات په پروګرامونو مصرف شي.))

د ډنمارک تازه مرسته له افغانستان سره له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د اعلان شوې مرستې یوه برخه ده.

ډنمارک د افغانستان کلنۍ پراختیایي بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي او غوڅ ملاتړ ماموریت چوکاټ کې ۱۶۰ پوځیان لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist