Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خووړو نړيوال پروګرام  تېرو شپږو مياشتو کې ميليونونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي

ډبیلو.اېف.پي: د ۳ میلیونه اړمنو افغانانو له ډلې یوازې یو میلیون ته مرستې چمتو کولی شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/19

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) یو ځل بیا په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت او د دې سازمان د بودیجې کمښت په اړه اندېښنه ښودلې.

اړمنو ته د خوړو چمتو کولو دغه پروګرام وايي، روان دوبی په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیون تنه د ژوند ژغورنې په موخه خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري، خو دغه پروګرام د بوديجې کمښت له امله یوازې له یو ميلیون افغانانو سره د يادو توکو مرسته کولی شي.

یاد پروګرام زیاته کړې:« په سږنې دوبي کې د افغانستان شاوخوا ۳ میلیون وګړي د ژوند ژغورنې لپاره مرستو ته اړتیا لري. خو ډبلیو.اېف.پي د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له یو میلیون اړمنو وګړو سره د خوراکي توکو مرستې کولی شي، ترڅو د سختې لوږې مخه ونیسي.»

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، سرپرست حکومت د اړمنو افغانانو ستونزو حل او ملاتړ په موخه پلانونه لري، خو له نړیوالو سازمانونو غواړي چې له اړمنو افغانانو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ورته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې دې همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:« دا چې په دې وروستیو کې په عمومي ډول د نړیوالې ټولنې له خوا د مالي تمویل د سرچینو کمښت له امله د بشري مرستو د یو شمېر بنسټونو فعالیتونه متأثره شوي، د هېوادوالو د کورني اقتصاد د ودې او پیاوړتیا لپاره د اړوندو ادارو له خوا په بېلابېلو برخو کې حمایتي او پراختیايي پروګرامونه په پام کې نیول شوي. د خوراک نړیوال پروګرام او مرسته کوونکو بنسټونو څخه غواړو چې زموږ له اړمنو هېوادوالو سره د بشري مرستو ترڅنګ، د کاري فرصتونو برابرولو او پراختیايي پروژو پلي کولو کې ونډه واخلي.»

د اقتصادې چارو شنونکي د افغانانو اقتصادي وضیعت ورځ تر بلې خرابېدونکی ګڼي او په خبره يې، د ياد وضعيت دوام افغانستان له نه جبرانېدونکو ناخوالو سره مخ کولی شي.

دوی وړانديز کوي چې سرپرست حکومت او نړيوال مرستندويان دې د وضعيت مهارولو لپاره ګډ کار ته دوام وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د بهرنیو مرستو کمېدل یا ځنډېدل د افغانستان پر اقتصاد باندې فوق العاده تأثیر لري؛ ځکه په تېرو څو لسیزو کې نړیوالو مرستو نه یوازې دا چې د خلکو په ژوند کې یې مهم رول لوبولی، بلکې ترڅنګ یې د افغانستان په داخلي اقتصاد کې چې هغه د بهرنیو اسعارو تقاضا ده، په مالي او پولي مارکېټ کې د بهرنیو اسعارو شته تقاضا، تر ډېره بریده د نړیوالو مرستو پر مټ پوره شوې ده.»

د ډ‌بليو.ايف.پي او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې ۲۲.۷ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist