Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین کې د  بشر او وحشي فیلانو ترمنځ کړکېچ مخنیوي له پاره هڅې روانې دي.  

admin by admin
2021/06/09

د چین حکومت هڅې پيل کړي،ترڅو په سوېل لوېدیځ یونان ولایت کې د بشر او وحشي فېلانو ترمنځ د کړکېچ مخه ونیسي او د دواړو خوندي شتون ډاډمن کړي. 

ځايي چارواکي وايي، اوس یې فیلانو ته په ځانګړو لارو کې کټارې او موانع اېښي، تر څو د شونو زیانونو مخه یې  ونیول شي.

د چارواکو په خبره دا د هغو هڅو یوه برخه ده،تر څو د بشر او فیلانو دواړو خوندي شتون ډاډمن کړي.

له ۱۹۹۰یمو کلونو را پدېخوا د شیشوانګبانا سیمې ملي طبیعي زېرمو ادارې هڅې کړي،چې د اسیايي فیلانو  استوګن ځایونه له انسانانو جلا کړي.

 دوی د دې چارې له پاره برېښنايي تختې لګولي، د لمرینې برېښنا پر مټ یې فعالې کټارې  ځای پر ځای کړي او همدارنګه یې فیلانو ته دېوالونه  جوړ کړي او ځمکې یې ور ته کېندلې دي.

اسیايي فیلانو ته د خوړو چمتو کولو له پاره همدارنګه یادې ادارې ۱۳۳ هېکتاره ځمکه کې د خوړو سرچینې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا چمتو کړي دي.

په ۲۰۰۹م کال کې همدې  ادارې د اسیايي فیلانو د عامه مسوولیت خوندیتوب هوکړه د بیمې له شرکتونو سره لاسلیک کړه، چې له مخې یې له هغو کسانو سره مرسته کېږي، چې فېلانو زیانوته ورته اړولي وي. 

په ۲۰۱۰ کال کې یونان ولایت په رسمي ډول د فیلانو تاوانونه د بیمې په لګښتونو کې شامل کړل.

د شیشو انګبانا سیمې وحشي ژوند ساتنې او اداري مرکز مدیر لي ژونګیان وايي:« هغه تاوانونه چې فیلان یې اړوي، موږ یې جبران کوو او د خلکو د قانوني ګټو ضمانت  ورکوو.»

په ۲۰۲۰م زېږدیز کال کې د دې زېرمو ادارو داسې ټکنالوژۍ جوړول پیل کړل،تر څو د فیلانو د حرکت مالومات تحلیل کړي.

په شیشو انګبانا سیمې د ساینسي څارنې او څېړنې ملي مرکز مدیرلېن لوشیانګ بیا  داسې وايي: « په هغه ځایونو کې چې بې چلوونکي الوتکې فعالیتونه کوي، برېښنايي کټارې لګېدلې دي او کېمرې فعالې شوي دي. هلته اوس د بشر او فیلانو تر منځ کړکېچ ډېر کم شوی دی. دې ځایونو ته د فیلانو له رسېدو وړاندې موږ خلکو ته د خبرداري سېګنال رسوو. په دې سره خلک پوهېږي،چې فیلان څه وخت هلته ورځي.»

په ورته وخت کې یاده اداره د لاوس له درې شمالي ولایتونو سره هم همکارۍ کوي، تر څو د پولې پر سر د چین او لاوس د سیمه ییزې ساتنې ګډې همکارۍ پروژه پیل کړي.

د شیشوانګبانا سیمې ملي طبیعي زېرمو د ساینسي انسټیټیوټ مدیر ګاو شیانمېنګ وايي:« موږ اوس د خوړو پیدا کولو پر ځايونو  کار کوو او همدارنګه د اسیايي فیلانو د استوګنې سیمې پر رغونې هم کار روان دی. موږ تمه لرو،چې د دې هڅو سره به یو شمېر  فیلان چې له دې ځایه تللي، بېرته راستانه شي. »

دا خبرې داسې مهال کېږي،چې د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د می میاشتې په  ۲۸تمه هم ۱۵ وحشي فیلان د یونان ولایت په کوڅو کې کتل شوي ول، چې د دواړو فیلانو او ځایي وګړو د خوندیتوب په اړه  یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist