Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

چین پر اسلامي امارت د فشار راوړلو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/27

په پاکستان کې ځېنو برېدونو کې د چينايي وګړي په نښه کېدو وروسته، د دې هېواد ډيپلوماټان له ممکنه وسيلې په استفادې دغلته د خپلو وګړو او پروژو د خونديتوب هڅه کوي.

سوت چينا مارنينګ پوسټ چینایي ورځپاڼې په اسلام اباد کې د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې چین د افغاستان پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو هڅه کوي، څو په دې توګه د تحريک طالبان پاکستان ډلې د هغو برېدونو مخنيوی وکړي، چې په پاکستان کې د چينايي وګړو او پروژو په نښه کېدو احتمال په کې شته دی.

راپور کې ویل شوي، چين په پاکستان کې د خپلو وګړو او پروژو د خونديتوب دغه طریقه وروسته له هغې اختيار کړه، چې پر چينايي وګړو له خونړيو څو برېدونو وروسته، پاکستان په خپله خاوره کې د ملکي چينايانو د امنيت په خونديتوب کې پاتې راغی.

 د راپور یوه برخه:« چین د بدیلو لارو د پیداکولو په هڅه کې دی، څو د وسله‌والو له برېدونو چینايي وګړي او د دغه هېواد پروژې په پاکستان کې خوندي کړي او دا هغه څه دي، چې د پاکستان حکومت یې په تامین کې پاتې راغلی او چینايي ډیپلوماټان به په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي، څو پر چینايي وګړو د ټي‌.ټي‌.پي د برېدونو مخنیوی وکړي.»

له دې سره د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په پاکستان کې د چینايي وګړیو خوندیتوب د دغه هېواد د حکومت مسوولیت دی.

دوی زیاتوي، د چین په ګډون ټولو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دغه پېښه چې په پاکستان کې شوې له افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري. پاکستان مسوولیت لري، چې په دې اړه خپلې پلټنې وکړي او خپله ځواب ووایي، ځکه دا سیمه د پاکستان حکومت تر کنټرول لاندې سیمه ده، دا د افغانستان موضوع نه ده، د پاکستان خپله موضوع ده، له دې که څوک استفاده کوي، د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو خرابېدو، په دې نه موافق کېږو، له چینايي چارواکو سره مو په دې اړه ډاډ حاصل کړی دی، هغوی ته قناعت ورکړل شوی، چې دا موضوع افغانستان پورې تړاو نه لري.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په سیمه کې ترهګري او پرچینايي وګړیو برېدونه د پاکستان پالیسي ده، چې موخه يې پر نړيواله کچه د افغانستان په اړه د ذهنیت خرابول دي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« پر چینایانو باندې برېدونه د پاکستان د استخباراتو کار دی، دوه موخې لري، لومړی پر افغانستان باندې فشار راوړل، افغانستان بدنامه کول، نړیوالې انزوا ته بیول او د هند پر وړاندې د نړیوال ذهنیت خرابول چې ګویا د چین پر وړاندې د پاکستان خاوره کې مبارزه کوي.»

ځېنې نور بیا له سرپرست حکومت غواړي، چې د ګاونډيو، سیمې او نړۍ د شومو اهدافو له منځه وړلو لپاره منسجمه او قوي پالیسي مخته یوسي، څو افغانستان له راتلونکو بحرانونو په امن کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړې چې په پاکستان کې برېدونه د افغانستان له خاورې په استفادې ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist