د چین بهرنیو چارو وزرات د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي، د ۲۰۲۶ کال د جولای له۳۰مې څخه د اګست تر ۸ مې نېټې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفرونه ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، یو شیاویونګ د دې سفر پر مهال له افغان او پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په پرمختګ او همکاریو خبرې کړې.
د چین بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې کې راغلي: « د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ، د روان زېږیدیز کال د جولای میاشتې له دېرشمې د اګست تر اتمې نېټې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي. نوموړي د پاکستان او افغانستان د سفرونو پر مهال د دواړو هېوادونو له اړوندو چارواکو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په لا ښه پرمختګ او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحثونه کړي.»
بېجېنګ له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پرتو ستونزو د حل په موخه د روان ۲۰۲۶ زیږیدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۷مې نېټې پورې د خبرو اترو کوربه وه چې په کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي او دفاعي برخو استازو هم ګډون درلود.
شنونکي وایي، چین په سیمه ییزه کچه پر پاکستان خپلې اغېزې لري او که په ريښتینې مانا وغواړي، نو ښايي د کابل او اسلام اباد اوسنۍ اړیکې مثبت لوري ته سمې شي.
د دوی په خبره، هېوادونه د خپلو ګټو او موخو لپاره اقدامات ترسره کوي او هیله مند نه دي چې له غربي نړۍ سره په رقابتونو کې ښکېل چیني چارواکي به د افغانستان او پاکستان پر مسایلو هومره اغېزې ولري.
د روان کال په اپرېل کې د چین په کوربه توب د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې وشوې. که څه هم دغو خبرو اترو کومه ملسموسه پایله نه درلوده مګر د مذاکراتو پایله تر ډېره د خبرو پر دوام، د اړیکو ساتلو او د شخړې د جامع حل د لټولو په اړه په ګډ تفاهم متمرکزه وه.
اسلامي امارت تر اوسه د چین ځانګړي استازي د سفر په هکله څه نه دي ویلي، خو معلومه به شي چې چین تر کومې کچې د افغانستان او پاکستان د ستونزو په حل کې واقعي مرسته کولی شي.