Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین له طالبانو سره د افغانستان پر سولې، سوداګري او امنیت خبرې کړې دي

admin by admin
2021/07/29

چین د طالبانو پلاوي ته په خپل هېواد کې د لوړې ردې ډیپلوماتیک پرتوکول ورکړی او د سولې ټینګښت، امنیت، سوداګرۍ او د ښو اړیګو په پاللو بحثونه شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی هیله لري چې طالبان د خپل هېواد ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د سولې خبرې چټکې کړي او په افغانستان کې ټولې ډلې او قومونه باید سره یو شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لي جیانګ وایي: «موږ هیله من یو چې طالبان به د خپل هېواد او خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي. د سولې خبرو ته به چټکتیا ورکړي او سوله به خپله موخه وګرځوي، مثبت ګامونه واخلي او یو ټول شموله پالیسي پر مخ بوځي. په افغانستان کې ټولې ډلې او قومونه باید سره یو شي او د افغانانو په ملکیت او رهبرۍ خبرو ته عملي بڼه ورکړي.»

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا چین ته د طالب پلاوي سفر په تړاو وایي: «[له چینایي چارواکو سره] په ناستو کې د دواړو هېوادونو اړونده سياسي، اقتصادي او امنيتي مسائلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه او تبادل د نظر وشو. د اسلامي امارت لخوا چين هېواد ته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنيت پر خلاف نه استعمالېږي. چین هېواد له افغان ولس سره د خپلو همکاريو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.»

ځینو نړيوالو رسنیو بیا د چینايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې چین له طالبانو غوښتي تر څو د ختیځ ترکستان له اسلامي ډلې او پاکستاني طالبانو سره خپلې اړیکي پرې کړي.

افغان حکومت له دې غوښتنې هر کلی کړی دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي: «د چین د خلکو جمهوریت چارواکو د طالبانو له پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې له دې ډلې څخه غوښتي چې، د ختیځ ترکستان غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د چین دولت له دې دریځ کلکه هر کلی کوي.»

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته طالبانو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، چې د رسمي ادرس په څېر یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په مسئله باندې خبرې کړي دي.

ملګرو ملتونو هم د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو څخه تر لږ تر لږه دری میاشتې محدویت لرې کړی او په دې موده کې کولی شي چې هر ځای ته سفر وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist