Skip to content
د چین بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د نوې سرپرستې کابینې هرکلی وکړ او د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د مرستې اعلان وکړ.
د یاد وزات ویانده هووا چونیانګ وايي، دا پرېکړه یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره ګډه ناسته کې کړې ده.
هووا وايي:« چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوي. موږ دا پریکړه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه ناسته کې کړې ده او همدارنګه چین له افغانستان سره د ۳ میلیونه ډوزه کورونا واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده.»
په دغو مرستو کې د یو دېرش میلیونه ډالرو په ارزښت خوراکي توکې، ژمني وسایل او او طبي مواد شامل دي.
د چین دغه مرسته د افغانانو له هرکلي سره مخ ده او ټینګار دا دی،چې چارواکي دې د نړیوالو نورې مرستې هم جلب کړي.
د سیاسي چارو څارونکی ثنالله مخلص وايي:« د افغانستان په اوسنۍ حکومت غږ کوو،چې له نړیوالو سره خبرې وکړي او پر نړیواله کچه د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره لابي ګري وکړي،مرستې راجلب کړي.هغه کسان،چې مرستو ته اړتیا لري،ورسره مرستې دې وکړي. دغه مرستې کولای شي،چې موږ له نړیوالو سره ښې اړیکې پیدا کړو، ښه تګ راتګ ولرو او ښه دیپلوماتیکې اړیکې ولرو.»
پر افغانستان د طالبانو حاکمیت سره چین څلورم هېواد دی،چې له افغانستان سره خپلې مرستې کوي.