Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/05

د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته، چین د مسکو له دې اقدام هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې سره يې د افغانستان پیوستون اړین بللی دی.

د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، بېجېنګ د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پراخېدو ملاتړ کوي.

دوی زیاتوي، چین له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې هېڅکله نه دي پرې کړې او تل یې د متقابل درناوي پر بنسټ دوام ورکړی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده ماونینګ په دې اړه وايي:« چین د افغانستان او روسیې ترمنځ د نوي پرمختګ هرکلی کوي. افغانستان باید له نړیوالې ټولنې جلا پاتې نه شي. موږ د افغانستان سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعاملاتو د پراخېدو ملاتړ کوو. موږ د افغانستان بیا رغونې، ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه‌يیز ثبات لپاره ملاتړ کوو. چین له افغانستان سره د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو سره سم هېڅکله خپلې ډېپلوماتیکې اړیکې نه دي پرېکړې او د متقابل درناوي پر بنسټ یې دوام ورکړی.»

د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په اړه له چین پرته لا تر اوسه کوم هېواد او نړیوال سازمان غبرګون نه دی ښودلی،خو د يو شمېر هېوادونو او سرپرست حکومت ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې دوام لري.

د سیاسي چارو شنونکي د مسکو له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنې اقدام ته په غبرګون کې وايي، په سیمه کې د روسیې په څېر د زبر ځواک هېواد له لوري دغه پرېکړه به نورو هېوادونو ته هم دا انګېزه ورکړي څو له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې ورغوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژنده ناڅاپي نه وه، حتما روسیې له خپلو متحدینو هېوادونو سره، د بیلګې په ډول له چین سره په دې اړه خبرې کړې. دا چې اوس چین د دې رسمیت پېژندنې ملاتړ کړی، زه باوري یم چې چین به هم ډېر ژر افغانستان پر رسمیت وپېژني.»

روسيې له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته د اسلامي امارت پر رسميت وپېژاند. په کابل کې د روسيې شارژدافېر ټینګار کړی چې هېواد يې دا پرېکړه له افغانستان سره د اړیکو  او دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist