Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او پاکستان: اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړولو او نړیواله ټولنه کې ادغام ته هڅوو

چین او پاکستان: اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړولو او نړیواله ټولنه کې ادغام ته هڅوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

چین او پاکستان هوکړه کړې چې د افغانستان په مسئله کې به نږدې اړیکې پالي او په ګډه به د نړیوالې ټولنې له لارې اسلامي امارت وهڅوي چې په افغانستان کې ټولګډونه سیاسي جوړښت رامنځته او خاوره يې د نورو پر ضد ونه کارول شي.

دواړو هېوادونو په يوې ګډې اعلاميه کې ویلي، د نړیوالې ټولنې له لارې دا هڅه هم کوي چې اسلامي امارت معتدل سیاستونه غوره او په افغانستان کې د تلپاتې پرمختګ لپاره له نړیوالې ټولنې سره مدغم شي.

دا ګډه اعلاميه د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلمنځي سټراټيژيکو خبرو اترو اووم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خپره کړې. د دې خبرو اترو لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار بېجينګ ته تللی و.

د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزارتونو اعلامیه کې راغلي: « دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د افغانستان په اړه به نږدې اړیکې ساتي او همغږي به سره کوي. همدا راز به له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي، ترڅو اسلامي امارت وهڅوي چې يو ټولګډونه سياسي چوکاټ رامنځته کړي، معتدل سياستونه غوره، پراختيا ته لومړيتوب ورکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ تعقيب کړي او په افغانستان کې د تلپاتې پرمختګ د ترلاسه کولو او له نړیوالې ټولنې سره د مدغم کېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.»

په دې اعلامیې کې ټينګار شوی چې بايد د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

اسلامي امارت د پاکستان او چین ګډې اعلامیې ته غبرګون نه ‌دی ښودلی، خو په تېر کې یې په ځلونو ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي.

په اعلامیه کې دواړو لورو ژمنه کړې چې د چین–افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې ‌اړخیز ډیالوګ او همدارنګه د چین– بنګله‌دېش او پاکستان د همکارۍ له میکانېزم څخه به لا ډېره اغېزناکه استفاده وکړي، څو نوې او عملي پایلې ترلاسه شي.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان هڅه کوي د چین له لارې پر افغانستان خپلې نامعقولې غوښتنې او اندېښنې ور وتپي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « افغانستان له بل هر وخت اوس یوه ښه مقتدر حکومت لري. دا حکومت پر ټول افغانستان واکمن دی او قوانین یې پلي کېږي او له هېوادونو سره ښې اړیکې لري.»

د پاکستان او چین په ګډې اعلامیې کې هم دواړه خواوو يو ځل بيا د ترهګرۍ پر ضد د صفر زغم پاليسۍ پر تعقيب ټينګار کړی او هوکړه یې کړې چې د ترهګرۍ ضد او امنيت په برخو کې هراړخيزې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د چين–پاکستان د کمربند او سړک نوښت د خوندي او روان پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « چین د خپلو او پاکستان د خپلو ګټو په لټه کې دي. پاکستان د افغانستان په تړاو یو ازمویل شوی هېواد دی او له افغانستان سره یې ډېر ظلمونه کړي. اوس افغانستان ته په کار ده چې له داسې هېوادونو سره دوستي وکړي چې هم د افغانستان په ګټه وي او هم د هغه هېواد.»

د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزارت داسې مهال ګډه اعلامیه خپروي چې په وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان دننه د چین یو شمېر لویې پروژې د امنیتي ګواښونو له کبله له ننګونو سره مخ دي.

په پاکستان کې دننه او بهر بحثونه بیا دا دي چې په دې هېواد او تر کنټرول لاندې سيمو کې يې د روانو ناامنیو تر شا د دې هېواد پوځ لاس لري او غواړي چې د امریکا خوشاله ساتلو لپاره د چین پروژو پر وړاندې تهديد ایجاد کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist