Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د یوه بل کال لپاره کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) ماموریت د غځېدو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وړمې شپې ناسته کې د روسیې او چین استازو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان په ورګډېدو هم خبرې کړې.

امنیت شورا کې د روسیې استازي مرستیالې ویلي چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د مدغمېدو په تړاو له عملي کړنلارو پرته، تلپاتې سوله ناشونې ده.

د هغې په خبره، دا کړنلاره باید د اوسنیو چارواکو په تړاو پر عملي او واقعبینانه ارزونو او دوامداره خبرو اترو ولاړه وي.

انا اوستېګنیوا زیاته کړې: « موږ باور لرو چې افغانستان کې تلپاتې سوله له داسې عملي کړنلارو پرته چې په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد بیا مدغمېدو ته لار هواره کړي، ناشونې ده. دغه کړنلاړه باید د افغانستان اوسنیو چارواکو په تړاو پر عملي او واقعبینانه ارزونو او له هغوی سره پر صبورانه او دوامداره خبرو اترو ولاړه وي. له دې پرته په دې اړه هېڅ بل بدیل نه شته.»

د چین استازي بیا د یوناما ماموریت د غځولو په تړاو پرېکړه لیک په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د مدغمېدو په تړاو د دې ټولنې د تمې ښکاروندی وباله.

فو کونګ ویلي تمه یې دا ده چې یوناما د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پله رول ولوبوي او د دواړو ترمنځ د ډیالوګ او تسهیلوونکي په توګه راڅرګند شي.

هغه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو سربېره، له اوسنیو چارواکو غوښتي چې نړیوال مکلفیتونه اداء کړي او د نړیوالې ټولنې برخه شي.

ملګرو ملتونو کې د چین استازي زیاته کړ ې: « دا پرېکړه لیک په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د مدغمېدو په تړاو د دې ټولنې تمې منعکسوي. یوناما باید د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پله رول ولوبوي او تسهیل کوونکي ډیالوګ ته زمینه برابره کړي. دغه راز افغانستان د ټولشموله حکومت جوړېدو او نویو تګلارو ته وهڅوي، نړیوال مکلفیتونه اداء کړي او په سم وخت کې نړیوالې ټولنې ته ور ګډ شي.»

د چین او روسیې د استازو پر خلاف، د امریکا استازې بیا په افغانستان کې د سیاسي پروسې د بریالیتوب لپاره د حاکم نظام عملي اقدامات اړین ګڼلي.

له دې سربېره، امریکا له اسلامي امارته غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې ژمنې عملي کړي، نړیوال ورګرځېدلي مکلفیتونه ترسره  او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه نرم او له منځه یوسي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا د سیاسي چارو استازې جنیفر لوسېتا ویلي: « د یاد سیاسي پروسې د بریالیتوب لپاره اړتیا ده چې طالبان عملي ګامونه پورته کړي. طالبان باید د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې ژمنې عملي کړي، د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، د یرغمل نیونې پالیسي پای ته ورسوي او د ښځو او نجونو په برخه کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي. د دې ترڅنګ، طالبان باید ټول هغه محدودیتونه له منځه یوسي چې افغانانو ته زیان رسوي او د یوناما د فعالیت مخه نیسي.»

چین او روسیه داسې مهال د ملګرو ملتونو په څېر نړیوال ستېج کې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ورګډېدو غوښتنه کوي چې د اوسني حکومت له بیا بیا غوښتنو سربېره لا هم له روسیې پرته بل هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او په نړیوالو ناستو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکوي.

اسلامي امارت وايي، د نړیوالې ټولنې د برخه ګرځېدو او رسمي تعاملاتو په تړاو یې د نړیوالو له لوري مطرح شوي ټول شرطونه عملي کړي، خو د دوی په خبره نړیوال ورسره متناقض او سلیقوي سیاست کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist