Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

اسلام اباد کې د چین سفارت له لوري د سیمې ثبات او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د حل او په دې تړاو د بېجینګ او مسکو د همکاریو په اړه، ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې چین او روسیه د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او امنیت د ټینګښت ملاتړ کوي او په دې برخه کې په څو اړخیزه توګه خپلې همغږۍ ته ادامه ورکوي.

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي روسیه او چین چمتو دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته اختلافاتو او ستونزو د سیاسي او ډېپلوماټیک حل په برخه کې مرسته وکړي.

دغو دواړو هېوادونو د سیمې مشترک انکشاف اوثبات لپاره سیمه ییز امنیت او ټیکاو مهم یاد کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان په دې برخه کې مهم رول لري.

د چین او روسیې په ګډه اعلامیه دغه راز راغلي: « موږ د افغانستان د اوږد مهاله ثبات او امنیت ملاتړ کوو او په دې برخه کې خپلې دوه اړخیزې او څو اړخیزې همغږۍ ته دوام ورکوو. د افغانستان د سیاسي وضیعت د حل لپاره د سیمه ییزو چوکاټونو رول مهم دی. چین او روسیه چمتو دي چې له پاکستان او افغانستان سره همکاري وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني اختلافونه د سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو ژر حل شي؛ ځکه دګډې ودې او ثبات لپاره سیمه ییزه ثبات او امنیت مهم دي او افغانستان په برخه کې مهم او ارزښتمند رول لري.»

کارپوهان بیا وايي، د چین او روسیې دغه وړاندیز او د همکارۍ اعلان  نه یوازې د کابل او اسلام اباد بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی. د دوی په خبره، بېجینګ او مسکو نه یوازې د سیمې په کچه بلکې د نړۍ په کچه مهم او اغېزناک هېوادونه دي او باید له دې فرصت ګټه واخستل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان په اړه د چین او روسیې ترمنځ بحث نه یوازې د سیمې لپاره ګټور بحث دی بلکې دوی مسوولیت لري چې د سیمې هېوادونو ترمنځ ستونزې په ډېپلوماټیکه توګه حل کړي. دوی دلته ځواکمن هېوادونه دي او کولی شي داسې ضمانتونه رامنځته کړي جګړه پای ته ورسېږي. افغانستان او پاکستان ته په کار ده چې له دې فرصت ګټه واخلي.»  

ځینې نورو بیا په دې باور دي چې جګړه د حل لار نه ده او افغانان نه یوازې خپلو ګاونډیو بلکې له ټولو هېوادونو سره نږدې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « موږ خپلو ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو، غواړو له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې ولرو. زموږ یو ګاونډی د خپلو ستونزو پړه پر افغانستان اچوي او خپل خلک غولوي، دا جلا خبره ده مګر بیا هم موږ غواړو د یوه ګاونډي په توګه، ستونزې د خبرو له لارې ورسره حل کړو.»

په ټوله کې باور دا دی چې چین او روسیې د دې ګډې اعلامیې په ورکړې سره وښوده چې دوی په افغانستان کې د ثبات کلک پلویان دي.

کارپوهان وايي، د دې ګډې اعلامیې اصلي موخه په ډېپلوماتیکه ژبه اسلام اباد ته یو ډول خبرداری دی چې نور باید د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې لاس واخلي او په دې هېواد کې د ناامنۍ جوړولو هڅې ودروي.

د پوځي چارو شنونکی کامران امان وايي: « زما په اند، د دې اعلامیې مانا دا ده چې روسیې او چین پاکستان ته خبرداری ورکړی چې نور به په افغانستان کې لاسوهنه نه کوې. دوی په دې اعلامیه کې پاکستان ته ویلي چې د افغانستان خاوره نا امن کېدو ته نه پرېږدي. دا اعلامیه د جوړجاړي نه ده بلکې د چین او روسیې له خوا د افغانستان د ملاتړ اعلان دی.»

عام باور دا دی چې چین او روسیه هغه هېوادونه دي چې په سیمه کې یې رسوخ چلیږي او کولی شي خپلې د خپلو سیاستونو په مټ نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه حل کړي بلکې د ټولې سیمې ثبات په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي
افغانستان

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې
افغانستان

د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

جولای 20, 2026
حنفي: د منکراتو  مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده
افغانستان

حنفي: د منکراتو مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده

جولای 19, 2026
د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی
افغانستان

د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی

جولای 19, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist