Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین، کابل ته را بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/22

کابل سره د چین د سولې او پراختیا بنسټ مرسته!

د چین سولې او پراختیا بنسټ د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سره د شاوخوا یوسلو دیرش زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې به کابل ته د را بې ځایه شویو کډوالو پنډغالو ته د دوی د اړتیا وړ توکې چمتو شي.

له دې سره د کډوالو چارو وزارت وایي، تر دې مهاله شاوخوا پنځه سوه زره کډوال را ستانه شوي او یونیم میلیون نور بې ځایه شوي او کډوال شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال  دا تړون د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ستر ګام یاد کړ، خو سره میاشت وايي، دا مرستې به یواځې د یو شمېر کډوالو ستونزه حل کړي خو ټولو ته نه شي رسیدای.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وانګ یاجون داسې وویل (( د چین هېواد د افغانستان سره له کلونو راهیسې پراختیایی مرستې کړي او لا به یې پراخي کړي، زموږ د بنسټ لومړی ځل ده چې مرسته یې وکړه خو دا به اخري ځل نه وي او لا به یې ګړندۍ کړو))

کابل ته را بې ځایه شوي کډوال چې د دې هوکړه لیک مراسمو کې یې ګډون کړی و انديښنه وښود چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي او زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ۵۰۰۰۰۰ زره کډوال هېواد ته را ستانه شوي او  شاوخوا یونیم میلیون وګړي بې ځایه شوي چې دوی ته د مرستو رسولو او خدماتو چمتو کولو لپاره د مرستندویو ادرو مرستو ته جدي اړتیا لیدل کیږي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist