Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: ځېنې هېوادونه د افغانستان عالمان او کلتوري شخصیتونه ځانته منسوبوي

چارواکي: ځېنې هېوادونه د افغانستان عالمان او کلتوري شخصیتونه ځانته منسوبوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/05

له کلونو وروسته هرات کې ځایي مسوولین، ادب پوهان او کلتوروال راغونډ شوي او د هرات پیر خواجه عبدالله انصاري ۱۰۴۹ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د هغه د ستر شخصیت او اثارو یادونه وکړه.

مسوولینو د تېرو سترو عالمانو او داشمندانو د ځای پرساتلو ټینګار وکړ او زیاتوي چې یو شمېرهېوادونو د افغانستان ستر عالمان او پوهان خپل ځانته منسوب کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: « له بده مرغه موږ افغانانو د ضعف او کمزورۍ له امله د خپلو اسلافو تاریخ نړۍ ته په ورپېژندلو کار نه دی کړی. زموږ ډېرې سترې هستۍ او ډېرې لویې څېرې او عالمان نور خلک ځانته منسوبوي.»

د هرات اطلاعاتو او کلتور مشر احمدالله متقي وايي: « شیخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري رحمته الله د اسلام په سپېڅلي تاریخ او په ځانګړي ډول په خپل وخت کې یو له هغو سترو فکري او دیني شخصیتونو څخه و چې په خپل ژور نظر او فکر یې د خلکو په لار کې رڼا خپره کړه.»

بل خوا ادب پوهان او فرهنګیان هم خواجه عبدالله انصاري د یو ستر مفسر، ادیب، او دیني عالم په توګه یادوي او زیاتوي، چې په هېواد کې د هغه د بشپړ معرفي کولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

که څه هم د هغه د ژوند او اثارو په اړه علمي څېړنې شوې دي، خو ډېر اثار يې نه دي خپاره شوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د تېرو سترو شخصیتونو اثارو ساتلو ته دې زیاته پاملرنه وکړي.

د هرات ادبي انجمن مشر محمد داوود منیر وايي: « لږ او زیات کارونه ترسره شوې او په انساني ادبیاتو کې څو مقالې شته چې عبدالله انصاري ته ځانګړې دي، د عبدالله انصاري په اثارو کې انسانیت او انسان پالنې په اړه څېړنې هغه کارونه دي چې ترسره شوي؛ خو چاپ شوې نه دي او تر ټولنې نه دي رسېدلي.»

د یادونې وړ ده چې خواجه عبدالله انصاري د ٣٩٦ هجري قمري کال د شعبان په دويمه د هرات کوهندز سیمه کې زېږېدلی او  په ۴۸۱ هجري قمري کال کې د ۸۵ کلونو په عمر هرات کې وفات شو.

 د هروي تفسیر، مناجات نامه، زاد العارفین، صد میدان او قلندر نامه د پیر هرات د  انصاري له ۱۱ مشهورو اثارو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist