Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: پکتیا کې تېره یوه میاشت د بېلابېلو جرمونو په تور ۶۰ کسان نیول شوي 

admin by admin
2021/09/23

په سوېل کې د پکتیا زندان مسوولین وايي، دغ ۶۰ کسان د اسلامي امارت ځواکونو له لوري، د غلا،قتل، نشه يي توکو او یو شمېر نور جرمنو په تور نیول شوي دي. 

د یاد زندان مدیر مولوي سهیل سعید وايي:« پخوا دغه محبس کې تر ۶۰۰ کسانو ساتل کیدل،چې د اسلامي امارت له لوري مات شو او ټول ووتل،خو اوس له موږ سره ۷۰ کسان بندیان دي.»

سعید وايي، د زندانیانو د خوړو او روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د عدلیي او قضایي ارګانونو مسوولین یې پر وخت دوسیو ته رسېدنه کوي.

سعید زیاتوي:« د دوی دوسیو ته پر وخت رسېدنه کېږي،د عدلیي او قضایي ارګانو مسوولین یې دوسیې نه ځنډوي او د خوراک او روغتیا برخې ته یې هم ځانګړی پام کېږي.»

د اسلامي امارت مسوولینو شمشاد نیوز ته اجازه ورکړه، چې له بندیانو سره د زندان په وضعیت خبرې وکړي .

زندانیان د مسوولینو له چلن راضي دي او وایي، خوړو او روغتیایي وضعیت یې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د دوسیو څیړل یې تر اوسه پورې نه دي ځنډول شوي .

 د پکتیا زندان کې یو تن زنداني وايي:« موږ ته ډوډۍ ښه پر وخت رسېږي، دوسیو ته مو هم پر وخت رسېدنه کېږي. هېڅ ستونزه نه شته. دلته د امارت له لوري موږ ته هېڅ ستونزه نشته.»

د پکتیا زندان  کې یو بل زنداني بیا داسې وايي:« دلته له بندیانو سره ښه چلن کېږي.ظلم او زیاتی نه شته او د امارت له مسوولینو ډېر خوشاله یو.»

عدلیي او قضایي ارګانونو کې وړاندې  د فساد موجودیت له کبله د زندانیانو نیوکه دا وه،چې دوسیې یې پر وخت نه څېړل کېدې،خو اوس د اسلامي امارت مسوولین د بندیانو د دوسیو د پر وخت څېړلو ډاډ ورکوي.

د پکتیا زندان چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې په کې نږدې ۶۰۰ کسان ساتل کیدل، اوس  په کې ۷۰ کسان د بند شپې او ورځې تېروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist