Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: ټول کابل ښار کې د اوبو رسونې سروې روانه ده

چارواکي: ټول کابل ښار کې د اوبو رسونې سروې روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د کابل ښار له دارالامان سړک تر چهلستون پورې تازه جوړ شوي دوه لینه سړک سره همهاله، د ښاري اوبو رسونې دولتي شرکت له لوري کورونو ته د اوبو رسونې شبکه هم غځول کېږي چې د چارواکو په خبره، چارې یې تر اتیا سلنو بشپړې شوې دي.

ياد شرکت وايي، په دې شبکه کې شاوخوا ۱ زر ۶۰۰ متره د اوبو رسونې پیپ غځول شوی چې پرمټ به یې ۳ سوه کورنيو ته پاکې اوبه ورسول شي.

د ښاري اوبو رسونې دولتي شرکت رییس غلام الرحمان کاظیم وايي: « موږ خپلو شته امکاناتو ته په کتو، په هغو ځایونو کې په کار پيل کړی چې زموږ لاسرسی کېږي. په دې برخه کې هغه سړک چې له دارالامان څخه د استقلال روغتون پر طرف جوړ شوی، موږ په کې خپله شبکه هم فعاله کړې او ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي. ښايي دا پروژه نور هم وغځېږي، خو د اوس لپاره به تر ۳۰۰ کورنیو ته اوبه برابرې کړي.»

د اوبو رسونې دولتي شرکت انجینر سید حبیب حیدري وايي: « د دارالامان له سړک څخه تر تخنیکم پورې سړک په اوږدو کې د اوبو رسونې شبکې ته هم پراختیا ورکړل شوې. په دې شبکه کې شاوخوا شپاړلس سوه متره اوږه او ۹۰ ملي متر پنډ پیپ غځول شوی چې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه به ترې ګټه واخلي.»

د کابل اوسېدونکی سردار محمد وايي: « که څه هم په ټول کابل ښار کې د اوبو ستونزه شته، خو زموږ ساحه کې ډېره ده. له حکومت تمه لرو چې په دې اړه همکاري وکړي. ژورو څاه ګانو ښار سوری سوری کړی او خلکو ته یې لوی درد سر جوړ کړی.»

د ښاري اوبو رسونې دولتي شرکت رییس غلام الرحمان کاظیم یوځل بیا: « دا مهال په ټول کابل ښار کې سروې روانه ده او ډیزاینونونه به بشپړېږي. د کابل په شاوخوا کې له بېلابېلو سرچینو څخه به ګټه واخیستل شي. په دې اړه د کابینې غړي هم شامل دي او په نږدې راتلونکي کې به د کابل ښار د څښاک اوبو ستونزه هواره شي.»

د کابل ښار اوسېدونکی محمد ایوب له سلګونه متره لرې ځايونو کورته په بوشکو کې اوبه راوړي او د ورځې څو ځلې بوشکې په لاس اوږد منزل وهي، ترڅو کور یې بې اوبو نه شي. دی وايي، کورنۍ يې ګڼه او د اوبو مصرف یې زیات دی، خو له بلې خوا دی يوازې د اوبو راوړلو مسوولیت لري.

محمد ایوب وايي: « دا اوبه د څښلو لپاره وړم، زه نږدې له څلور پنځه سوه متره لرې ځای څخه دلته راځم او به بوشکو کې اوبه وړم. زه په کورنۍ همدا دنده لرم چې له دې ځایه څښاک، جامو او ځان وینځلو ته اوبه یوسم.»

د محمد ایوب په خبره، هر کله چې په اوبو پسې له کوره تر چینې څو ځله لاړ او راشي، له ستړیا یې ساه لنډېږي، خو د اوبو له پوره کولو پرته بله چاره هم نه لري.

محمد ایوب په دې اړه وايي: « کله چې دا بوشکې وړم، ډېر ستړی کېږي؛ ځکه چې کور مې لرې دی.»

د نجیب‌الله په څېر کوچني ماشومان چې اوسنی عمر یې له خپلو همځولو سره د لوبو او ښوونځي ته د تګ دی، دی هم خپلې کورنۍ ته د اوبو رسولو دنده په غاړه لري. نجیب الله وايي، له ډېر لرې واټنه د اوبو علي ملنګ چینې ته راځي، ترڅو کور ته اوبه یوسي.

د کابل اوسېدونکی نجیب‌الله وايي: « کور کې اوبه نه لرو، زه راځم له دې ځایه یې وړم.»

په ټوله کې د اقلیمي بدلون له امله چې اورښتونه کم شوي او یا هم بې وخته وي، په کابل او ولايتونو کې تر ځمکې لاندې سطحې اوبو کچه په بې ‌سارې توګه ټيټه شوې او ان مېرسي کورپس په نوم موسسې په تېر اکټوبر کې اټکل کړی و چې کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کاله پورې د اوبو له شديد کمښت سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist