Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: هرات کې د معلولو کسانو شمېر زیات شوی.

admin by admin
2021/06/17

د هرات شهیدانو او معلولینو چارو آمر  عزیز احمدي پوپل وايي، هرکال د جکړو له امله د معلولو کسانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راځي.

پوپل وايي، د روان کال له  پيله تر اوسه پورې  یې شااوخوا ۳۶۲ تنه معلولین ثبت کړي، چې دا  د تېر کال پرتله لوړ ارقام دي.

پوپل زیاته کړه: « له بده مرغه  د معلولینو او شهیدانو شمير د لوړېدو په حال کې دی. موږ تېر کال ۱۶۰ کسان ثبت کړي ول،خو سږ کال  مو تر اوسه پورې شااوخوا ۳۶۲  پوځي معلولین ثبت کړي دي. دا شمېرې د دې ښوونه کوي، چې د معلولینو شمېر د زیاتوالي پر لور روان دی.»

دغه مرکز کې هره ورځ تر لسو هغه کسان راځي،چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي یا هم ټپيان شوي دي.

د زیانمنو شوو کسانو د کورنۍ غړي نیوکه کوي،چې امتیازات یې په خپل وخت نه ورکول کېږي.

د هرات اوسېدونکی وايي:«  دلته په سلګونه کسان ولاړ دي، خو څوک نه شته چې غږ يې واوري. له تاسو مو غوښتنه دا ده، چې غږ مو تر چارواکو ورسوئ. »

سیمه ییز چارواکي هم مني،چې د شهیدان او معلولینو شمېر ډېر شوی،خو ژمنه یې داده،چې د امتیاز ورکولو لړۍ به یې ګړندۍ کړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي: « له بدغه مرغه جګړې د دې لامل شوي،چې د معلولینو شمېر لوړ شي. زموږ د سیمه ییزې ادارې پالیسي دا ده،چې له  معلولینو ملاتړ وکړو. »

افغان حکومت د وژل شویو سرتېرو کورنۍ ته د میاشتې ۵ زره افغانۍ تنخوا ورکوي،چې د کورنیو غړي یې کمې بولي.

په هرات کې ۳ زره اوه سوه هغه معلولین له حکومت سره ثبت شوي،چې په جګړه کې زیانمن شوي دي.

د جنګي معلولینو ترڅنګ هرات کې د طبیعي معلولینو شمېر هم ۳۵۰۰ تنو لوړ شوی،چې له سخت حالت سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist