Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: نړۍ باید د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره ونه تړي

چارواکي: نړۍ باید د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره ونه تړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/17

کابل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اړیکو دفتر په همکارۍ (په ټولنه کې د اقلیم بدلون اغېز) په اړه ملي کنفرانس وړاندې کړ.

کنفرانس کې د تخصصي بحث ګډونوالو د پېښو پر وړاندې د ملي او نړیوالو موسسو له لوري د بېړنیو مرستو د یوه میکانېزم جوړول، د رسنیو، ښوونځیو او جوماتونو له لارې د عامه پوهاوي وړاندې کول، د اوبو مدیریت، د کرنې په برخه کې له عصري مکانېزم ګټه اخیستل، د وطني مېوو لپاره د نړیوال بازار موندل، د وارداتو پرتله د صادراتو کچه لوړول او په نورو بېلابېلو برخو کې همغږي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې اصلي ټکي یاد کړل.

د کابل پوهنتون استاد لطف‌الله ساپي وویل: «باید د ځنګلونو د رغونې پروژې پلې شي. په نړۍ کې د ځنګلونو جوړونې لپاره یو ځانګړی پروګرام دی چې غواړي د ټولې نړۍ پر کچه ۳۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي، خو دا پروګرام په افغانستان کې نه عملي کېږي. زموږ ګاونډي هېوادونه هم د یو میلون ونو کېنولو پروګرامونه لري خو زموږ هېواد کې داسې څه نه شته.»

همدارنګه، د چاپېریال ساتنې  ملي ادارې مسوولین وايي، تېرو جګړو کې د ممنوعه وسلو کارول، د ډبرو سکرو او نورو سون توکو په غیر معیاري ډول استخراج او مصرفول، هغه څه دي چې تر دې دمه یې افغانستان ته د اقلیمي بدلون او د چاپېریال په برخه کې ستونزې را منځته کړې دي.

د دوی په خبره، نړیوالو دغه مساله په افغانستان کې له سیاست سره تړلې او دا کار له افغانانو سره تبعیض دی.

د دوی په خبره، نړیوال مکلف دي چې په هغو کنفرانسونو کې افغانانو ته د ګډون اجازه ورکړي چې په بشري موضوعاتو پورې تړاو لري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « په وروستیو۱۰ کالو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي. له ۱۱۱ زرو ډېر کورونه زیانمن شوي، له ۸۱ زرو ډېر څاروي تلف شوي، زرګونه انسانانو ژوند له لاسه ورکړی او۲۱ میلیونه تنه د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. په افغانستان کې ډېر مسایل بشري بڼه لري خو نړیوال یې په زور له سیاست سره غوټه کوي او په دې توګه له افغانانو سره تبعیضي چلن کوي.»

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله له اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمنونکی هېواد ګڼي او په خبره یې، د دې پېښو پر وړاندې د افغانانو هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده.

روزوا اتنبایوا وايي، په اذربایجان کې د کاپ ۲۹ غونډه کې د افغانستان ګډون اړين دی او باید بلنه ورکړل شي.

هغې زیاته کړه: « افغانستان ډېر کله د طبیعي پېښو کوربه وي. ډېری افغانان پاکو اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. دا یو ډېر ظالم دور دی چې باید مخه یې ونیول شي او که مخنیوی یې ونه شي، ناوړه اغېز به یې لا زیات شي او د دې ډېری قرباني به ښځې او ماشومان وي. نړیواله ټولنه د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ټولې هڅې کوي او په دې لړ کې زموږ بشردوستانه همکاران له طبیعي پېښو وروسته د ټولنو د پیاوړتیا لپاره لا هم کار کوي. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو؛ ځکه په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ د نړۍ مسوولیت دی. مهمه خبره دا ده چې افغان لوری په آذربایجان کې د کاپ ۲۹کنفرانس کې ګډون وکړي. دا چې افغانستان تر ټولو ډېر زیان منونکی دی، نو په دې ناسته کې يې ګډون حتمي دی.»

بله خوا، د اروپایي ټولنې شارژدافیره ویرانیکا بوسکوویچ پوهر د اقلیمي بدلون ناوړه پايلې جدي ګڼلو ټینګار کوي او زياتوي، د یوه ځانګړي مکانیزم له مخې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د اقلیمي بدلون له زیانمنونکو سره د مرستې لپاره ځانګړې بودیجه لري.

پوهر په دې اړه وايي: « موږ په مختلفو ولایتونو کې کار کوو او معلومات را ټولوو ترڅو پیدا کړو چې په کوم ځای کې اقلیمي بدلون پر خلکو مخامخ اغېز کړی. اروپایي ټولنې درېیو برخو( اقلیمي بدلون، د شواهدو پر اساس له فعالیتونو ملاتړ او په دې برخه کې د اروپایي ټولنې پانګونې) ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی. په دې برخو کې د ۲۶ ولایتونو لپاره له۹۰ میلیونو ډالرو زیاته بودیجه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې ناستې څو ورځې وړاندې د دې ادارې له لوري د اقلیمي بدلون په هکله د افغان ځوانانو لپاره هم یو کنفرانس ترسره شو او په کې ځوانانو ته د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوښتنه وشوه چې نړیواله ټولنه باید په هېواد کې د خلکو ستونزو ته په کتو پروژې عملي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist