Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د نورستان ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو د عامو خلکو د استوګنې کورونو، دوکانونو، هوټلونو او ګڼو دولتي تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

چارواکي اټکل کوي چې د دغو ویجاړیو ټولیز مالي زیان شاوخوا ۴۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د نورستان مرستیال والي فيصل مختار وايي: « په ویجاړو شویو ځایونو کې زموږ د ښاروالۍ دفتر، هوټل او پارک هم شامل دي. همدارنګه د خلکو ډېر هوټلونه او شتمنۍ هم ویجاړ شوي. زموږ د اټکل له مخې، له ۳۵ تر ۴۰ میلیون ډالرو زیان اوښتی.»

سېلاب ځپلي بیا وایي، سېلابونو د دوی شتمنۍ، کورني وسایل او د ژوند لومړني امکانات له منځه وړي.

دوی له حکومت، مرستندویه بنسټونو او نړیوالو ادارو غواړي چې ژر تر ژره ورته خوراکي توکي، سرپناه او نورې اړینې بشري مرستې ورسوي.

له سېلابونو یو تن اغېزمن شوی کس وايي: « دلته ډېره زیاته تباهي شوې، موږ له حکومت، نړیوالو ادارو او موسسو څخه غواړو چې خپل ټیمونه راواستوي.»

یوبل اغېزمن شوی کس وايي: « زه له اسلامي امارت، نړیوالو موسسو او ملي سوداګرو جدي هیله کوم چې زموږ د خلکو مرسته وکړي. تر اوسه هم د ډېرو خلکو جسدونه تر خټو لاندې دي.»

بله خوا،  د نورستان ولایتي ادارې مسوولین وایي، د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو لړۍ پیل شوې ده.

د دوی په خبره، حکومت او بېلابېلو مرستندویه موسسو د مرستو ژمنې کړې چې یوه برخه یې عملي شوې او د پاتې مرستو د رسولو بهیر هم روان دی.

نورستان والي زین العابدین عابد وايي: « نورستان ته مرستې را روانې دي، همدارنګه د ریاست الوزرا مقام له خوا هم ټیم را روان دی چې نغدي او غیر نغدي مرستې ورسره دي. دغه راز د نورو وزارتونو او دارو مرستې هم را روانې دي او دا مهال پر لارو دي.»

د روانې اوونۍ د دوشنبې په مازیګر د نورستان مرکز پارون کې د شدیدو ورښتونو له امله سېلابونه راغلل چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه واړول.

د مسوولینو په خبره، د دغو سېلابونو له امله تر اوسه د ۲۳ تنه مړینه تایید شوې او لسګونه نور زخمیان او لادرک دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي
افغانستان

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

جولای 23, 2026
سیادت: افغانستان سره د سوداګرۍ لا ښه کېدو لپاره باید افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي
افغانستان

سیادت: افغانستان سره د سوداګرۍ لا ښه کېدو لپاره باید افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي

جولای 22, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پيل راهیسې څه باندې ۲.۵ میلیونه کډوال راستانه شوي

جولای 22, 2026

وروستي خبرونه

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې او ژغورنې عملیات پيل شوي

جولای 23, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist