Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د پنجشېر او بدخشان ولایتونو نښلوونکی سړک به ډېر ژر جوړ شي

چارواکي: د پنجشېر او بدخشان ولایتونو نښلوونکی سړک به ډېر ژر جوړ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

پنجشېر او بدخشان دواړه غرني ولایتونه دي او ترمنځ پرتو غرونو کې تېره شوې خامه لاره د کال په ډېره برخه کې په واورو پوښلې وي.

د دغو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د لارې تنګوالي او خراب والي له امله ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په خبره، د يادې لارې د خاموالي او خرابوالي له کبله د سفر پرمهال له سختو کړاوونو سره مخ کېږي او ډېر کله یې ناروغان روغتونونو ته له رسېدو وړاندې پر لارو ساه ورکوي.

د پنجشېر ولایت یو تن اوسېدونکی شمشېرخان وايي: « کوچني موټر له انجمن کوتل څخه تېرېدو پرمهال له ستونزو سره مخ وي. دغه کوتل سخت او لاره یې خامه ده؛ په دې لاره له هرځل تېرېدو سره د پېښې وېره لرو.»

دغه راز د بدخشان اوسېدونکی همایون غریب یار بیا وايي: « له اسلامي امارت مننه کوو چې دغه لاره جوړوي. موږ په دې لاره له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو. د مثال په توګه، موږ نه شو کولی خپل ناروغان او په ځانګړې توګه مېندواره ښځې تر روغتونه پورې ورسوو. ډېر کله ناروغان په لارو کې ساه ورکوي.»

ځايي چارواکي وايي، د پنجشېر او بدخشان ولایتونو ترمنځ د غځېدلې لارې د رغولو چارې دوام لري او ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

دوی زیاتوي، دا مهال د دغې۲۱۰ کیلو مټره اوږدې لارې د ۶۸ کیلومټرو په اوږدوالي یوه برخه تر کار لاندې ده او ژر به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

په پنجشېر ولایت کې د دفاع وزارت د انجینرۍ کنډک قوماندن نقیب‌الله فرقاني وايي: « د دفاع وزارت د چارواکو په امر، د پنجشېر لېوا او د انجنیرۍ کنډک له ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستنې، د پنجشېر ولایت له پریان ولسوالۍ څخه کار پیل شوی، انجمن کوتل رغول شوی او ټاکل شوې د بدخشان تر کران او منجان، یمګان، جرم او په پای کې تر بهارک ولسوالۍ پورې لاره جوړه کړو.»

د پنجشېر والي محمد آغا حیم بیا وايي، هڅه کېږي د دغې لارې پر رغولو سربېره د پنجشېر ځایي خلکو ته د کار فرصتونه هم برابر شي او په همدې موخه د یو شمېر کاني زېرمو استخراج پيل شوی دی.

حکیم په دې اړه وايي: « د جي.پي.اېس په وسیله د پنجشېر ولایت ۶۰۰ کانونه اوس مهال ۱ زر او ۷۰۰ ته رسول شوي. په دغو کانونو کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کانونه همدا اوس فعال دي او پاتې نور دېته چمتو دي چې د افغانستان له هر ځایه تاجران او پانګوال راشي او پر دغو کانونو پانګونه وکړي.»

د بدخشان ولایت ډېری اوسېدونکي دا مهال پلازمېنې کابل ته د تګ راتګ لپاره اوږده مزلونه کوي. دوی اړ دي چې له تخار، کندز، بغلان او پروان ولایتونو تېر شي او کابل ته ورسېږي.

 د چارواکو په خبره، د دې لارې په رغېدو سره به د بدخشان د خلکو د تګ راتګ لاره هم لنډه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist