Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د خوست موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ځنګلونو کې لګېدلی اور مهار شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/14

له نورستان او کونړ ځنګلونو کې له اور لګیدو وروسته دا ځل د خوست د جلغوزیو  ځنګلونو اور اخیستی دی .

د خوست موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د جلغوزیو ځنګلونو کې له پرون راهیسې اور لګېدلی او د شپې ناوخته ګڼ ځوانان له ښاره سیمې ته لاړل،څو د اور په مهارولو کې مرسته وکړي.

یو تن رضاکار ځوان وايي:«خوستي ځوانان به هیڅکله هم اجازه ورنه کړي،چې د خوست شتمنۍ څوک لوټ کړي یا د اور خوراک شي. د قلندر ولسوالۍ همدغه سیمه کې اور لګیدلی دی،چې دې ځوانانو کابو کړ.» 

یو بل رضا کاره ځوان بیا وايي:«تېره ماښام شپږ بجې له خوست ښاره دلته راغلو. دا د ټول ملت شتمني ده او ساتل یې موږ پر ځان فرض ګڼو.»

د خوست اطلاعاتو کولتور مشر شبیر احمد عثماني بیا وايي، اور د دولتي مسئولینو او قومي ځوانانو په کډو هڅو کابو شوی دی او هڅه دا ده،چې په بشپړ ډول یې مړ کړي. 

عثماني زیاته کړه:« که څه هم تر اوسه پورې لږ لږ اور شته دی، خو اور کابو شوی دی،خو د ځنګله دا اور داسې په اسانه نه شي کابو کیدلی. ښايي  بیا پراخ شي،خو تدابیر ورته شته چې د پراختیا مخنیوی یې وشي.» 

د مالوماتو له مخې تر دا مهاله د موسی خیلو او قلندر ولسوالیو کې د جلغوزیو شااوخوا پنځه کیلو متره ځنګلونه سوځیدلي دي .

د خوست اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې د جلغوزیو ځنګلونو کې د لګیدلي اور په اړه دې څېړنې وکړي او پایلې یې باید له خلکو سره شریکې شي. 

د خوست یو تن اوسېدونکی وايي:« پرون اته بجې د خوست قلندر او موسی خیلو ولسوالیو ځنګلونو کې اور لګیدلی دی. د مالوماتو له مخې، تر دا مهاله تر پنځه کیلو متره ځنګلونه سوځیدلي دي.» 

د خوست یو بل اوسېدونکی بیاوايي:« تر اوسه پورې مالومات نه  شته دی،چې دا اور به د چا له خوا اچول شوی وي،خو له اسلامي امارته غواړو،چې په دې اړه دې څېړنې وکړي او پایلې دې له ولس سره شریکې کړي.» 

 که څه هم  هېواد کې د  د وروستیو اور لګیدنو په اړه تر اوسه پورې کره مالومات نه شته دی،خو ډېری خلک فکر کوي،چې ځېنې کړۍ په لوی لاس غواړي،چې ځنګلونه د اور لمبو خوراک کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist