Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: تېره یوه اوونۍ کې۲۵۰ افغان کډوال له پاکستان را ایستل شوي

چارواکي: تېره یوه اوونۍ کې۲۵۰ افغان کډوال له پاکستان را ایستل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/16

پر ډېورنډ فرضي کرښه پروت تورخم ښارګوټي کې د کډوالو چارو ریاست مالومات ښيي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له پاکستانه ۲۵۰ افغانان په داسې حال کې افغانستان ته راستانه کړای شوي چې له ټولو سره پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد موجود وو.

د مسوولینو په خبره، هره ورځ له پاکستانه نږدې شل کورنۍ را ایستل کېږي.

په تورخم کې د کډوالو چارو مسوول بخت جمال ګوهر وايي: « پاکستان کې مشکلات دي او په ځانګړې توګه اسلام اباد کې. نیول شوي کسان هره ورځ دلته راوړل کېږي او په تېره یوه اوونۍ کې تقریبا ً ۲۵۰ تنه سپارل شوي دي. په دې کې اکثریت اسناد لرونکي کسان دي، خو بیا هم نیول شوي او دلته یې موږ ته را سپارلي دي.»

په همدې حال کې له پاکستانه راستانه شوي وايي،  د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانو نیولو او د دوی پر کورونو چاپې وهلو، دغه هېواد کې د افغان کډوالو ژوند ستونزمن کړی.

له پاکستانه تازه راستون شوی عزت خان وايي: « اوه کاله په پاکستان کې اوسېدم او هلته مې مزدوري کوله. په کور مې د پولیسو له خوا چاپه ووهل شوه او افغانستان ته یې را واړولم.»

له پاکستانه راستون شوی سلیمان وايي: « بچي مې په خپل ځای پاتې شول او زه یې تاڼې ته بوتلم. هلته وهل ټکول درکړي او درته وايي، ولې خپل وطن ته نه ځي. هلته ډېر حالات خراب دي او شپه ورځ د خلکو په کورونو چاپې وهي.»

که څه هم راستانه شوي کډوال هېواد ته پر راتګ خوښ دي، خو دلته د سرپناه او روزګار نه شتون ستونزو ته اندېښمن دي او له مسوولینو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

له پاکستانه راستون شوی کډوال عزت خان وايي: « موږ له حکومت غواړو چې د سرپناه ځایونه راته جوړ کړي، کور او کاروبار نه لرو او غوښتنه کوو چې دا راته برابر کړي.»

مسولین ډاډ ورکوي چې د کډوالو ستونزو ته متوجه دي او په نږدې راتلونکي کې به دغو کډوالو ته د ځمکو ویش بهیر هم پيل شي.

د ننګرهار کډوالو چارو رییس باز محمد عبد الرحم وايي: « په کمپونو کې د دوی لپاره ښې کوټې لرو، جامع او څو کوچني نور جوماتونه هم شته. کډوالو ته سهولتونه برابر دي او هڅه کېږي چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.»

پاکستان له تېرو دوو کالو راهیسې د افغانانو د جبرې ایستلو لړۍ چټکه کړې.

د مالوماتو له مخې، د پاکستان پولیس په دې هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد لرونکي او بې اسنادو افغانانو ترمنځ توپير نه کوي او ټول له یوې مخې راباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist