Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: بلخ کې د جنايي پېښو مخنیوي لپاره جدي هڅې پيل شوي

admin by admin
2021/10/04

په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت  سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز مزار شريف ښار کې یې د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره جدي هڅې پيل کړي دي. 

 د  امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر  عبدالحی عابد  وايي، دوی به د  انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي او غوڅ اقدامات وکړي. 

عابد زیاتوي:« موږ د انسان تښتونکو او جنايتکارانو د له منځه وړلو لپاره قاطع عزم لرو. د مجاهدينو موخه د الله ج رضا او د مسووليت ترسره کول دي. د انسان تښتوونکو پر وړاندې غوڅ دریځ موجود دی،چې هغوی ان موږ ژوندي نه نيسو.» 

عابد وايي، په څه باندې يوه مياشت کې یې مزارشريف ښار کې شااوخوا۱۰۰  تنه جنايي مجرمين نيولي او زندان ته یې اچولي دي.  

هغه د بلخ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي،چې له کومې وېرې  پرته دې خپل ژوند ته دوام ورکړي. 

عابد زیاته کړه:« خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو،چې د امنيت له پلوه دې هېڅ ډول وېره نه لري. په عادي ډول دې خپل کاروبار ته دوام ورکړي. زموږ ټولې حوزې په ګزمو او چيک پواينټونو مکلفې دي او د امنيت د تامينولو مسووليت لري.»

په ورته مهال د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي د جنايتکارانو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات ستايي او زياتوي،چې وروستيو اونيو کې د غلاوو او انسان تښتونو پېښې هم کمې شوي دي. 

د مزارشريف ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« زه خپله د دې شاهد يم، کوم ځای کې چې وړه ستونزه هم رامنځته شوې، هلته د اسلامي امارت ځواکونه رسېدلي  او موضوع یې حل کړې ده. خلک کولای شي،چې شپه او ورځ خپل کاروبار ته دوام ورکړي او هېڅ وېره دې  نه لري.»

د  مزارشريف ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زه اوس سل سلنه د امنيت احساس کوم. وړاندې به له کوره د هټۍ په طرف لاره کې ويرېدم،چې هسې نه پر غلو برابر شم،خو اوس ډاډه يم او هېڅ وېره نه لرم.» 

د ځايي امنيتي مسولينو په وينا مزار شریف ښار کې ټولې امنيتي حوزې فعاله دي او د ښار امنيت د ډاډ وړ دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist